BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:36 گرينويچ 2005 ,22 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان په شمال كې سوداګريزو چاروته كتنه

سوداګرى
افغانستان د اسيا دنړيوال اقتصادي تړون يا ( ايكو ) فعال غړى دى
مزار شريف ښار چې د شمال په زړه كې پروت او د بلخ ولايت مركز دى . هغه سوداګريز توكي چې په دې ښار كې ترلاسه كيږي.

زياتره يې چينايي ، پاكستاني ، ايراني ،هندي دي او د منځنۍ اسيا د هيوادونو يو يوتوكى هم په كې تر سترګو كيږي . د دغه ښار يو تن هټيوال حاجي محمدامين وايي چې په دې ښار كې چينايي او پاكستاني سوداګريز توكي ځكه زيات دي چې دوى ته ارزانه پريوزي ددې سره سره چې د مزار شريف ښار منځنۍ اسيا هيوادونو ته نږدې دى.

چې ځنې هيوادونه يې ډير صنعتي بلل كيږي ،خو زياتره افغان سوداګر پاكستاني او چينايي سوداګريز توكي راليږدوي ،ددې بل لامل چې د پاكستان او چين توليدات ولې افغان سوداګر زيات راليږدوي او له دغو هيوادونو سره د ازاد بازار په ډګر كې د افغانستان ماركيټ ګرم دى هټيوال حاجي محمد امين وايي چې دغه دوه هيوادونه له افغان سوداګرو سره سم چلند كوي او لار ې يې هم ډيرې نږدې دي.

ددې سربيره چې دمنځنۍ اسيا په لاركې د افغان سوداګرو په وړاندې يو لړ ستونزې شته او ځنې هيوادونه يې په اسانۍ سره افغان سوداګرو ته ويزه نه وركوي خو بيا هم د چينايي تو كو راليږدونه افغانستان ته د ازبكستان او يا هم د تركمنستان له لارې چې پر حيرتان او اقينې افغانستان ته راليږدول كيږي ارزانه پريوزي ، خو خپله د منځنې اسيا د هيوادونو توليدات دلته ډير ښه بازار نه لري .

ا

په شمال كې سوداګري
 د پاكستان او چين له افغان سوداګرو سره سم چلند كوي او لار ې يې هم ډيرې نږدې دي
هټيوال حاجي محمد امين
فغان سوداګر وايي چې د منځنۍ اسيا هيوادونه هغه څه نه شې توليدولى چې ددوى غوښتنه ده .خو د شايسته په نامه د يو افغان سوداګريز شركت غړي تازه ګل خوښي ښي چې اوس په افغانستان كې ددې شرايط برابر شوي دي چې ددوى سوداګريز توكي پرته له كومو ستونزو دوى ته له اړوندو هيوادونو څخه راورسيږي ،خو د پاكستان له پوليسو سر ټكوي چې دوى ته ستونزې راولاړوي او پيسې ترې شكوي .

دغه شركت همدا راز د منځنۍ اسيا له هيوادونو څخه بيا شكايت كوي چې هلته د داړه مارانو ځانګړې ډلې دي او چې پوهه شي دې سړي سره د زرامريكايي ډالرو په كچه پيسې دي وژني يې او پيسې يې اخلي.

افغانستان چې د اسيا دنړيوال اقتصادي تړون يا ( ايكو ) فعال غړى دى .
له ايران او ازبكستان سره د يو تړون په ترڅ كې ژمن شوي دي چې د منځنۍ اسيا د هيوادونو توليدات به د افغانستان له لارې ايران ته او د ايران هغه به بيا د منځنۍ اسيا پازارونو ته ليږدول كيږي .

د افغانستان په شمال كې د سوداګريزو خونو چارواكي وايي چې ددې تړون له مخې چې تير كال لاسليك شوى دى افغان سوداګرو ته هم د لار اواره شوې ده چې په دې سوداګريز بازار كې ونډه ولري دغه درې اړخيز تړون افغان سوداګر هم په سوداګريزو چارو كې ډير بوخت ساتلي دي .

په شمال کې بريښنا
 د افغانستان شمالي ولايتونه دا مهال د ازبكستان تركمنستان او له تاجكستان څخه پر راغزيدلې بريښنا راڼه دي
خو يوه ستونزه چې لا هم په افغا نستان كې د سوداګرۍ په وړاندې خنډ ده هغه ددې هيواد د حلقوي سړك د پروژې د نه بشپړيدو مساله ده چې په دې ترڅ كې د تركمنستان له بندر اقينې څخه افغان سوداګر په ډيرو ستونزو خپل سوداګريز توكي تر مزار شريف پورې رارسوي.

اقتصادي كارپوهان ددې لارې جوړونه د افغانستان د سوداګريزې پرمختيا لپاره اړينه ګڼي د بلخ پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد محمد حكيم وايي په اقتصادي ډګر كې تر هر څه د مخه امنيت او بيا د لارو په سمه توګه رغاونه ډيره مهمه ده چې دده په وينا اقتصادي راكړې وركړې په چټكۍ سره يو بل ته ورسيږي .

دى دليل راوړي چې د افغانستان هوايي ټرانزيټ له منځه تلى اوكه له نورو هيوادونو څخه ددې چارې لپاره الوتكې چارټر كړي دا يې په ګټه نه ده نو ځكه ټينګار كوي چې افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد د لويو لارو پر بيا رغاونه زيات پام وګرځوي .

د منځنۍ اسيا هيوادونه غواړي چې د افغانستان له لارې خپل توليدات د اروپا بازارونو ته ورسوي او دې كار ته اورپايي او امريكايي هيوادونه هم ډير ليواله دي ځكه چې د منځنۍ اسيا هيوادونه د تيلو او غازو ستر توليدونكي دي .

له همدې كبله افغان دولت هڅه كوي چې له تركمنستان څخه د غازو د نل ليكې د غزولو لپاره شرايط برابر كړي چې دافغانستان له لارې پاكستان ته وغزول شي .

ټاكل شوې ده چې دا نل ليكه پر قبايلي سيمو تيره شي او په دې سيمو كې د راپورنو له مخې د القاعدې او طالبانو ډير جنګيالي پټ دي چې كله ناكله د پاكستان له خاورې څخه د افغان چارواكو په وينا پر افغان او امريكايي سر تيرو بريدونه كوي او له كبله يې د نل ليكې د غزولو پروژه له خنډ سره مخ ده پر كومه سيمه چې دا پروژه پلې كيږي بايد امنيت يې ډير خوندي وي .

له بلې خوا د امريكاى او افغان كارپوهانويو ګډ پلاوى د افغانستان شمال د جوزجان ولايت ته راغلى او دلته يې د جوزجان له والي جمعه خان همدرد اود افغان غاز له چارواكو سره له كتنې وروسته ژمنه كړې چې د جوزجان ولايت د جرقودوق ، ايتم تاق او خواجه ګوګردك د غازو د زيرمو توليدات به د بريښنا د توليد لپاره وكاروي.

تير كال هم د امريكا د متحد و ايالاتو د غازو د يوې كمپنۍ مشرانو د كانو او صنايعو د وزارت له چارواكو سره يو ځاى د جوزجان ولايت ته سفر كړى وه او ويلي و چې د خواجه ګوګردك ، ايتم تاق او جرقودوق د غازو توليدات كولى شي چې د شمالي ولايتونو د خلكو د بريښنا اړتيا پوره كړي .

د افغانستان شمالي ولايتونه دا مهال د ازبكستان تركمنستان او له تاجكستان څخه پر راغزيدلې بريښنا راڼه دي ، كندوز ته له تاجكستان څخه او نورو ته يې له دوه نورو يادو شو هيوادونو څخه بريښنا راغزول شوې ده .

افغانان دې ته خوښي ښي چې كه د افغانستان له غازو څخه بريښنايي توليداتو ته لار اواره شي نور به دوى د شمالي ولايتونو لپاره له ګاونډيو هيوادونو تر كمنستان ، تاجكستان او ازبكستان څخه بريښنا نه راليږدوي .

د امريكايي كارپوهانو دې ډلې ژمنه كړې چې په دوه راتلونكو كلنو كې به د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت په مرسته ددغو زيرمو له توليداتو څخه د بريښنا د توليد لاره اواره كړي او د افغانانو كورونه به د هغوي په خپلې بريښنا روښانه شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت