|
د افغانستان په شمال کې ادبي هلې ځلې گړندۍ شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د شمالي ولايتونو د ادبي بهير له نامه د سيمې ليكوالان او شاعران د هرې جمعې په ورځ غونډه كوي او خپل شعرونه او ليكنې لولي . په دې غونډه كې د شعر او ادب مينه وال هم برخه اخلي . تر اوسه دې بهير پنځه ورته غونډې كړي دي . دغه ځوانان د تېر يوه كال راهيسې د پرخې په نامه يوه دوه مياشتنۍ مجله هم خپروي . د پرخې وروستۍ ګڼه په خورا ښكلې بڼه او رنګه پښتۍ له چاپه راوتلې ده . د پرخې د امتياز خاوند او د بلخ پوهنتون استاد محمد فاروق خپلواك وايي چې دوى به خپله مجله او ادبي فعاليتونه نور هم پراخ كړي او د داسې اسانتياو د برابرولو په لټه كې دي چې د سيمې د ليكوالو او شاعرانو كتابونه هم په مشاعرو كې له كركتنو وروسته چاپ كړي .
ټاكل شوې ده چې د بلخ پوهنتون په انګړ كې د (( ډال )) په نامه يوه پښتو جريده هم د شمال د هغو ځوانانو له خوا د لومړي ځل لپاره خپره شي چې د شمال د ادبي بهير غړي دي . د بغلان په ولايت كې بيا د بغلان ادبي بهير په نامه د سيمه ييز شاعر او ليكوال عبدالستار سعادت په زيار د تېرو څو مياشتو راهيسې ورته فعاليت پيل كړى . ددې بهير له نامه هره اونۍ ادبي او كلتوري غونډې د بهير په تالار كې تر سره كيږي او ددغه ولايت د شعر او ادب ګڼ شمېر مينه وال په كې برخه اخلي . دا بهير ښه ښايسته كتابتون هم لري . په كتابتون كې يې ادبي ، كلتوري ،ټولنيز ، سياسي او تاريخي كتابونه د لوستلو لپاره ايښول شوي دي . په دغه ولايت كې د لومړي ځل لپاره د (( پسرلي ) ) په نامه يوه دوه مياشتنۍ مجله له چاپه راووته د کندز له ولايته بيا د سوغات په نامۀ يوه مهالنۍ ورځپاڼه خپريږي چې د امتياز خاوند يې گل رحيم نيازمند ، مسوول چلوونکى يې عزت الله پامير او مرستياله يې اغلې مرضيه ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||