|
په افغانستان کې تلويزيوني نندارو ته کتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هرات په ولايت کې د ساقي په نامۀ د يوۀ نوي تلويزيوني کانال له خپرونو په دې وروستيو کې خبر شو . دا په هرات کې دريم تلويزيوني کانال دى . د تلويزيوني کانالونو له ډيريدو سره ځينو ته دا هيلې پيدا شوي چې په افغانستان کې به د تلويزيوني ډرامو او فلمونو توليد هم ډير شي خو دا کار لا هم ډير شوى نه دى . دا چې علت يې څه دى د پېلوزې بحث يې څيړي . په دغه بحث کې له کابله د اريانا تلويزيون د خپرونو مسوول مثل خان شينوارى او جرمني کې افغان فلم لارښود يا ډايريکټر واحد نظري برخه وال دى . د ايران د اسلامي انقلاب د لارښود ايت الله خميني د څلوريزو له پښتو ژباړونکي سره مرکه او د گرديز او مونشن په ښارونو کې د نښتر په نامۀ د نوې کالنۍ مشاعرې خبر د نويو کتابونو له نوم لړ سره ايمل پسرلى دا اوونۍ په پېلوزې کې وړاندې کوي . د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي . دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||