BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:04 گرينويچ 2005 ,03 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې به يو اسلامي تلويزيون پرانستل شي
په افغانستان کې به په لومړي ځل يواسلامي تلويزيون پرانستل شي
په افغانستان کې داسلامي تلويزيون پرانستل

په افغانستان کې مذهبي مشران وايي چې د غير اسلامي او غير اخلاقي تلويزيوني کانالونو په وړاندې د يوۀ اسلامي تلو يزيون د پرانيستلو پلان لري.

دوى وايي چې ددغه تلو يزيون هدف ټولنه له اخلاقي زيان څخه ژغورل دي.

د علماوو د شورا وياند بي بي سي ته وويل چې دا تلو يزيون په اسلامي چوکاټ کې دننه خپرونې چلوي.

نوموړي وويل که څه هم دوى ښځو ته درناوى لري خو دا پرېکړه لا نه ده شوې چې په دې تلويزيوني کانال کې به دوى ته د کار کولو اجازه ورکړل شي که څنگه.

خبريالان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له راپرزېدو راهيسي په دغه هېواد کې يو شمېر نوي تلويزيوني کانالونه او د راډيو سټېشنونه پرانستل شوي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت