BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسي جرگې پر کانديدې بريد وشو
News image
د سړو په پرتله ښځو ته د ځينو په گومان انتخابي منډې ترړې گرانې دي

د افغانستان د ننگرهار په ولايت کې ولسي جرگې ته پرې يوې کانديدې صفيې صديقي پرون ( د وږي ١٦ ) هغه وخت بريد وشو چې د انتخاباتو د منډو ترړو له يوې غونډې ستنيدله .

په دغه بريد کې ميرمن صفيه صديقي روغه رمټه پاتې شوې خو موټر چلونکى او دوه تنه نور کسان ورسره ټپيان شوي دي .

دې د دغۀ بريد پړه په هغو کسانو واچوله چې په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو مخالف دي .

افغان چارواکي وايي چې دوى د دغۀ بريد پلټنه پيل کړې ده .

ميرمن صفيه صديقي ليکواله او شاعره هم ده چې گڼ شمير کتابونه يې چاپ شوي دي .

په ټاکنو کې تر کانديدو وړاندې ميرمن صفيه صديقي د افغانستان د کليو د پراختيا په وزارت کې کار کاوۀ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت