 |  ٣٠٠٠ کسان په ختيځ کې بې وسلې شوي دي |
د افغانستان په ختيځ کې يوازينۍ پوځي قول اردو منحل شوې ده . په ننگرهار کې د لومړى نمبر قول اردو ټول سرتيري بې وسلې شوي دي خو چارواکي وايي چې يوازې ٣٠٠ تنه يې لا هم د پوځي تاسيساتو د ساتنې په هيله د ملي پوځ تر جوړولو پرېښودل شوي دي . په ختيځو ولايتونو کې د ننگرهار له قول اردو سره تړلې ټولې فرقې واردمخه لغوه اعلان شوې وې .  |  د افغانستان په ختيځ کې اوس هيڅ پوځي قول اردو نشته  | په ختيځو ولايتونو کې د بې وسلې کولو د چارې مسوول بريد جنرال محمد ظاهر قاسمي وايي د کونړ ، ننگرهار ، لغمان او نورستان په څلورو سرو ولايتونو کې اوس په سلو کې ٩٠ وسلې ټولې شوي دي .بريد جنرال قاسمي بي بي سي ته وويل دوى د ننگرهار د قول اردو د منحلولو په ترڅ کې ١٦٠٠ سپکې وسلې هم ټولي کړي دي . |