BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:16 گرينويچ 2005 ,23 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار مشر پوليس له بريده بچ شو

جلال اباد
په جلال اباد کې تر ځينو نورو ختيځو سيمو د امنيت وضعه ښه بلل کيده .
د ننگرهار پر امنيې قوماندان جنرال خليل الله ضيايي هغه مهال غلچکى بريد وشو چې د ساتونکو په بدرگه کابل ته روان وو.

دهغه د موټرو کتار د کابل – جلال آباد پر لويه لاره په وريښمو تنگي کې چې له کابل نه نژدې ٨٠ کيلومتره ختيځ پلو پروت دى، بريد وشو.

جنرال ضيايي ته په دغه بريد کې زيان نه دى رسېدلى، خو د هغه له خولې ورسره مله درې پوليس ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا د پېښې پر مهال له پوليسو سره نښته رامنځ ته شوه چې په پاى کې يې بريد کوونکي وتښتېدل. د هابلې خوا د سر د زيان معلومات نشته او پوليسو ته هم څوک په لاس نه دي ورغلي.

عيني شاهدان وايي چې ښايي د پوليسو د ټپيانو شمېر ډېر وي.

يوه تن چې ځان يې د طالب ډلې وياند باله خبريالانو ته د ټېلېفون له لارې وويل چې بريد دغې ډلې کړى او ادعا يې کوله چې حکومتي لوري ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

د پوليسو سرچينې دغه ادعاوې ردوي. دوى په عمومي ټکو کې دا د هيواد دغليمانو کار بللى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
د ننگرهار قول اردو منحل شوه
05 فبروري, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت