BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:39 گرينويچ 2005 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دجلال اباداو تورخم سړک دجوړولوچارې به بلې کمپنۍ ته وسپارل شى
News image
د جلال اباد تورخم د لوي لارې کار د څوارلسو مياشتو په ترڅ کې په سلو کې د يرش هم نه دى ترسره شوى
د ننگرهار د خلکو او چارواکو له نيوکو وروسته د پاکستان حکومت ويلي دي چې د جلال اباد تورخم سړک د جوړولو چارې چې ډېرې په قراره روانې دي بلې کمپنۍ ته سپاري.

په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلگرۍ ويلي دي چې نوې کمپنۍ به د مې په اتمه نېټه د سړک جوړونې چارې په لاس کې اخلي.

د موافقى سره سم تاکل شوې وه چې دا سړک به په دوو کالو کې په اساسي ډول جوړيږي خو اوس چې دکار د پيل نه څوارلس مياشتې تېرې شوي دي د سړک د يرش فيصد برخه کار هم نه دى شوى.

د سړک جوړونې په کار کې د ځنډ له امله نه يواځې د ننگرهار خلک بلکې ټول افغانان اوبهرنيان چې د افغانستان نورو برخو ته هم تگ راتگ کوي د ستونزو سره مخامخ دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت