ببرک مياخيل له جلال اباد څخه |  |
 | | | په ننگرهار کې يو وخت د کال ٨٠٠٠ ټنه زيتون توليديدل خو اوس دغه کچه ډيره کمه شوې ده |
په ننگرهار کې چارواکي وايي وروسته له ١٤ کالو يې د زيتونو له باغونو څخه خورا ډير حاصلات ترلاسه کړي دي . په دې وروستيو کلونو کې د نړيوالو مرستو په مټ دغه کار شوى دى . دغه باغونه د جلال اباد په ختيځ کې په شاوخوا ٢٠٠٠ هيکتاره مځکه څلور لسيزې وړاندې کرل شوي و . د ننگرهار د زيتونود فارمونو مسوولين وايي دغه باغونه په سيمه کې ځانگړى ارزښت لري . د ٢٠٠٠ هيکتاره مځکې پر سر څه کم يو ميليون بوټو يو وخت په زرگونو ټنه حاصلات لرل . د دغو حاصلاتو لپاره يوه فابريکه جوړه شوې وه چې له زيتونو څخه يې اچار او تيل جوړول . په افغانستان کې د جگړو له پيله وروسته نه يوازې دغو باغونو زيان وليد بلکې فابريکه يې هم په ټپه ودريده . د دغې فابريکې اوسنى مشر غلام گل عبدالرحيمزى وايي اوس هم لا دوى بشپړ فعاليت نه لري . د روان کال حاصلات شپږ سوه ټنه ښوودل شوي دي چې د تير کال په پرتله يو په پنځه زيات دي . خو دا بيا هم د دغو بوټو د ټول توان لږ برخه گڼل کيږي . يو وخت له دغو باغونو څخه اته زره ټنه زيتون ترلاسه کيدل . د ننگرهار د زيتونو د فارمونو پخوانى کارکوونکى او د کرنې کارپوه محمد يوسف الکوزى د لا ښه حاصلاتو لپاره د بوټو پالنه مهمه بولي . د کرهڼې د چارو کارپوهان وايي د زيتونو ونې په سلگونو کاله عمر لري . دا چې د ننگرهار پر دغو باغونو ايله څلور لسيزې تيريږي نو په دې حساب د فارمونو مسوولين هيله من دي چې په راتلونکي کې به لا ډير څه ترلاسه کړي .
|