BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:34 گرينويچ 2007 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې نور ولسي وگړي وژل شوي
کاپېسا
کاپيسا د پلازمېنې کابل شمال ته پرته ده.
په افغانستان کې امريکاىي پوځ په کاپيسا ولايت کې پر يوۀ کور له هغه وروسته دوه څه باندې زر کيلويي بمونه وغورځول چې پر خپلې يوې هډې ېې د يوۀ بريد ريپوټ ورکړى وه.

مرستيال والي وويل ٩ تنه ولسي وگړي وژل شوي دي چې ښځې او درې کوچينان هم پکې دي. .

دا په څلور ويشت ساعتونو کې دويم ځل دى چې ملکي افغانان وژل کيږي .

ولسمشر کرزي ، د هېواد په ختيځ کې د جلال اباد ښار ته نژدې پر يو شمير خلکو ډزې وغندلې چې له يوۀ ځانمرگي بريده وروسته د امريکايي پوځيانو يوې گزمې وکړې.

له پيښې وروسته په زرگونو خلک داحتجاج لپاره را ووتل او د امريکا پر ضد يې نارې ووهلې .

د امريکا پوځ وويل چې د يوۀ پيچلي غلچکي بريد په ترڅ کې پرې ډزې وشوې او دوى د ځان د ساتلو لپاره ځوابيه ډزې وکړې.

دا خبره لا هم پوره څرگنده نه ده چې په رښتيا څو تنه وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي .

خو سيمه ييز خلک پر هغه څه په غصه دي چې ېې د امريکايې پوځيان له لوري د له حده ډير ځواک کارول بولي.

په افغانستان کې نړيوال ماموريت ددې لپاره دى چې له حکومت او خلکو سره مرسته وکړي، خو درندې جگړې او ځانمرگي بريدونه په تيرو کلونو کې د زرگونو بې گناه خلکو د وژلو لامل گرځيدلي دي .

ولسمشر کرزي په تيرو وختونو کې پر نړيوال ځواکونو نيوکې کړي او ويلي چې دوئ بايد د ملکي وگړو د وژنې د مخنيوي لپاره ډير څه وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت