|
چارواکي : په کاپيسا کې بمبارۍ ٩ کسه ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ٢٤ ساعتونو او دوه پيښو کې د ايتلافي ځواکونو له خوا د وژل شوو ملکي خلکو شمير ٢٣ تنو ته ورسيده چې شپاړس پرون په ننگرهار او نهه تنه نن په شمالي کاپيسا ولايت کې په بمبارۍ کې له مينځه تللي. دکابل شمال ختيځ لور ته د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ کې د دريو ماشومانو او پنځو ښځو په گډون، ديوه کور نهه غړي هغه مهال د ايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول چې د دوى پر کور د وسلوالو بريد کونکو شک وشو. د کاپيسا ولايت مرستيال والي سيدمحمد داوود هاشمي وايي تيره شپه نجراب ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو پر يوه مرکز له يوه کوره بريد وشو چې دافغان ځواکونو په وينا دغه کورته وسلوال کسان د ننوتو پر مهال ليدل شوي و. ښاغلى هاشمي وايي داچې په بريد کې وسلوال کسان نه بلکې ښځې او ماشومان مړه شوي، ښايي دغه کورته د ننوتو پر مهال ليدل شوو وسلوالو کسانو کور وار له مخې پريښى وي. د ايتلافي ځواکونو يو ويندوى بيا د بمبارۍ پخلى کوي خو ملکي کسانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه جزئيات نه ورکوي. د کاپيسا ولايت دپوليسو مشر محمد عوض مظلوم وايي دوى اړ دي پر هر هغه ځاى بريد وکړي چې دوى او سيمې ته ترې گواښنه کيږي. که څه هم د پيښې د قربانيانو شمير او پيژندگلوي تر بمبارۍ لږ وروسته څرگنده شوه چې ډيره برخه يې ښځې او ماشومان جوړوي، خو د ښاغلي مظلوم په وينا د بشري حقونو په برخه کې فعالين او دولايتي کارکونکو په گډون يو پلاوى يې سيمې ته استولى چې د پيښې پلټنه وکړي. کاپيسا ولايت په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو د لوى مرکز بگرام په ٢٠ کيلو مترۍ کې پروت دى. په دغه ولايت کې نا امني او پر ايتلافي ځواکونو د بريدونه پيل او يا هم دوام، د نورو لرو پرتو او سرحدي ولايتونو په پرتله افغانستان ميشتو بهرنيو ځواکونو ته ستر گواښ بلل کيږي. پرون هم ختيځ ننگرهار ولايت کې د ائتلافي ځواکونو پر کاروان په ځانمرگي بريد او ددوى په ډزو کې، شپاړس کسان مړه او ٢٥ ټپيان شول چې د خلکو د قهر د راپارولو او د ولسمشر کرزي د کلک غبرگون ښودلو لامل شو | ورسره تړلي نور خبرونه د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي04 مارچ, 2007 | خبرونه ايساف : طالبان يوازې ملکي خلک په نخښه کوي28 فبروري, 2007 | خبرونه کرزى :د ننگرهار د پېښې سپيناوى غواړم05 مارچ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې پر نا امنيو د سوداگرو اندېښنې03 مارچ, 2007 | خبرونه د کندهار چاودنو او بمبارۍ ١٤ کسان وژلي23 اگست, 2006 | خبرونه ايتلافي ځواکونود هلمند پر نوزاد بمباري سمه وبلله15 جولاى, 2006 | خبرونه کرزي د بمبارۍ سپيناوي ته ايتلافي قومندان ورغوښتى23 مۍ, 2006 | خبرونه د کندهار په بمباريو کې په لسگونوکسان وژل شوي22 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||