|
ايساف : طالبان يوازې ملکي خلک په نخښه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پلازمينې په شمال کې د بگرام هوايي ډگر په خولۀ کې د سه شنبې تر ځانمرگي بريده وروسته ايساف وايي دوى ته د استخباراتو رپوټونه رسيدلي و چې ښايي دغه ډول بريد وشي . د ايساف يوۀ وياند په کابل کې خبريالانو ته دا هم وويل چې د دۀ په وينا د اورپکو له خوا د ځانمرگو بريد کوونکو يوه شبکه په کابل کې شته چې ښايي نور بريدونه هم وکړي . وياند د وسله والو طالبانو دا خبره رد کړه چې گواکې طالبانو د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر په نخښه کاوۀ . د ايساف د وياند په وينا وسله وال طالبان په دغه ډول څرگندونو د عام ولس نظر د بې گناه خلکو له وژنې اړوي . دتيرې ورځې تر پاى پورى په باگرام کې د شوي ځانمرگي بريد د قربانيانو دقيقه شميره معلومه نه شوه بلکې بيلابيلو اړوندو سرچينو په توپير سره څرگنده کړه،په باگرام کې ميشتو امريکايي ځواکونو ويل چې په بريد کې څلور کسان وژل شوي دي خو وروسته يې دغه شميره ٩ تنو ته پورته کړه بل پلو افغان پوليسو ويل چې په بريد کې لږ تر لږه ١٨ کسان له منځه تللي خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د قربانيانو شميره تر ټولو پورته يانې ٢٣ کسه گڼله . اوس افغان پوليس وايي چې په باگرام کې د تيرې ورځې د ځانمرگي بريد د قربانيانو شميره ٢٠ تنو ته ورسيده چې څلورپه کې بهرني وگړي دي . د ټپيانو شميره ١٧ تنه گڼل شو ى ده چې تر پيښې وروسته روغتون ته ليږدول شوي دي د رنځپوهانو په وينا د ځينو ټپيانو حالت د انديښنې وړ دى ،د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د شوي بريد د پايلو وروستى حالت داسې بيان کړ. په باگرام کې پراته امريکايي ځواکونه وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه امريکايي وگړي او يو کريايي وگړى هم شتون لري،ځانمرگى بريد تيره ورځ داسې مهال وشو چې د امريکې د ولسمشر مرستيال ديک چيني هم د باگرام په هوايي ډگر کې و نوموړي ته په دغه بريد کې هيڅ راز زيان نه دى رسيدلى. د باگرام هوايي ډگر داسې ځاى دى چې تل د امريکايي ځواکونو له خوا په ډيرې سختۍ سره ساتل کيږي . بريد داسې مهال وشو چې سحر مهال له کابل نه ٦٠ کيلو متره لرې يو شمير کارگران باگرام پوځي اډې ته د ننوتلو په انتظار کې وو طالبان چې تل ددغه راز بريدونو پړه پر غاړه اخلي دا ځل يې هم ويلي دي چې بريد ددوى له خوا تر سره شوى دى. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بريد يوه ترهگرې چاره بللى چې موخه يې د سولې،ثبات او بيا رغاونې مخه نيول دي . د ولسمشر په وينا له دغه بريده په ډاگه کيږي چې د ترهگرۍ په وړاندې نړيواله مبارزه څومره ارزښت لري،بله غاړه د کورنۍ چارو وزارت وياند وايي چې د بريد د سمبالونکود موندلو په موخه يې هر اړخيزې څيړنې پيل کړي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه بگرام کې ډيک چيني ته نژدې ځانمرگى بريد وشو27 فبروري, 2007 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد يو لاروى وواژۀ27 فبروري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريدافغان کارگر ووژل23 جنوري, 2007 | خبرونه د هلمند ځانوژنکي د حاجيانو په گډون ١٨ووژل26 سپتمبر, 2006 | خبرونه کابل کې ځانمرگي بريد ٥ کسه وژلي دي04 سپتمبر, 2006 | خبرونه د هلمند چاودنې ١٥ ماشومان وژلي28 اگست, 2006 | خبرونه ځانمرگي بريد کندهار کې يو ملکي کس وواژۀ22 اگست, 2006 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد يو کس وواژۀ04 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||