|
بگرام کې ډيک چيني ته نژدې ځانمرگى بريد وشو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پلازمينې کابل شمال ته د بگرام هوايي ډگر په خولۀ کې يوۀ ځانمرگي بريد يو شمير کسان وژلي چې درې تنه يې بهرنيان بلل شوي دي . دا هغه ځاى دى چې تيره شپه پکې د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر ډيک چيني پاتې شوى دى . امريکايي سرچينو دا خبره تاييد کړې چې د چاودنې پر وخت ښاغلى چيني په هوايي ډگر کې و . خو دوى ته په دغه بريد کې کوم زيان نه دى اوښتى . د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل چې ټول ١٨ کسان وژل شوي په کې ١٥ افغانان دي . له بگرام څخه په خپرو شويو خبر پاڼو کې د وژل شويو کسانو شميره يوازې څلور کسه ښوول شوې خو يادوي چې شاوخوا ٢٣ کسه ټپيان شوي دي . ظاهرآ بريد کوونکي هڅه کړې ده چې د بگرام هوايي ډگر ته ننوځي . دا لومړى ځل دى چې په دغه خورا خوندي ځاى کې ځانمرگى بريد کيږي . بگرام د پلازمېنې کابل په شمال کې شاوخوا ٥٠ کيلومتره ليرې پروت دى چې په هوايي ډگر کې يې امريکايي سرتيري ځاى پر ځاى دي . د دغه ډگر ساتنه تر بل هر ځاى خورا ډيره کيږي . د مرستيال ولسمشر ډيک چيني د سفر لپاره د دغه ځاى ساتنه لا ډيره شوې ده . پرون د هوا د خرابۍ له امله ښاغلي چيني له بگرام څخه کابل ته سفر ونه کړاى شو . داسې تمه وه چې دوى به نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ښاغلي کرزي سره ويني . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||