|
په خوست کې ځانمرگي بريدافغان کارگر ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
خوست ښارته نژدې نن سهار ( د سلواغې ٣ د جنوري ٢٣ ) د ناټو له پوځي اډې سره د يوۀ ځانمرګي بريد په ترڅ کې لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل شوي او گڼ شمير نور ټپيان شول . د ناټو ځواکونو ته هيڅ ډول ځاني زيان نه دى اوښتى . ځايي چارواکي په دې بريد کې وژل شوي ټول کسان هغه کارګران بولي چې د مزدورۍ لپاره ، د ايساف ځواکونو پوځي مرکز( ساراباغ) ته تللي وو . دغه ځانمرگى بريد سهار وختي هغه مهال وشو چې يوۀ تن پر ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي د ناټو د پوځي اډې دباندې د راټولو شويو کارگرانو ترمنځ وچوول . دغو کسانو غوښتل چې مرکز ته ننوځي . سارا باغ د ناټو ځواکونو لوى پوځي مرکز دى چې د خوست ښار په څنډه کې پروت دى . دا د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې شپږم ځانمرگى بريد دى چې د نورو پنځو په پرتله يې مرگ ژوبله خورا ډيره ده . وروستى تر ټولو ډير وژونکى دغه ډول بريد تير کال و چې د خوست په گاونډ پکتکيا کې وشو . په هغه بريد کې د چارواکو په وينا ١٥ تنه وژل شول او ٢٥ نور پکې ژوبل شول. هغه ځانمرگى بريد د ليندۍ ٥ د نومبر ٢٦ د پکتيکا ولايت د ارگون په ولسوالۍ کې د لويې لارې پر يوه هوټل کې هاله وشو چې د برمل ولسوال او ورسره د پوځ ملگرى قوماندان هوټل ته ورننوتل . د پيښې اکثره قربانيان د ماشومانو په گډون ملکي وگړي وو د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک ادعا کړې وه چې بريد کونکى پاکستانى او د پنجاب اوسيدونکى و. د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې نژدې ١٤٠ ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې وشول چې د قربانيانو لويه برخه د ملکي کسانو وه . | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار کې ((ځانمرگي بريدکوونکي )) نيول شوي20 جنوري, 2007 | خبرونه پاچا خان ځدراڼ له ځانمرگي بريده روغ پاتې شو22 دسمبر, 2006 | خبرونه دکندهار ننني ځانمرگي بريد بيا مرگ ژوبله لرلې06 دسمبر, 2006 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٤ کسه ووژل03 دسمبر, 2006 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٢ بهرني سرتيري ووژل27 نومبر, 2006 | خبرونه د پکتيکا ځانمرگي بريد ١٥ کسه ووژل26 نومبر, 2006 | خبرونه کندهار کې په ناټو ځواکونو ځانمرگى بريد شوى01 نومبر, 2006 | خبرونه ملي امنيت : تيرکال کې ٧٠ ځانمرگي بريدونه شوي04 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||