BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:16 گرينويچ 2006 ,22 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاچا خان ځدراڼ له ځانمرگي بريده روغ پاتې شو

ځدراڼ
د پوليسو په وينا دا په تيرو څو وختونوکې دويم ځل دى چې د پاچا خان ځدراڼ د وژلو ناکامه هڅه کيږي
د افغانستان د ولسي جرگې يو غړى نن په کابل کې لۀ يوۀ ځانمرگي بريده ژوندى پاتې شو .

دکابل د پوليسو په وينا د پکتيا ولايت د استازي پاچا خان ځدراڼ کور ته نژدې هغه مهال ځانمرگى بريد وشو چې د دۀ موټر تېريدۀ .

په دغې پېښې کې يو ملکي کس ووژل شو او د ښاغلي ځدراڼ د يوۀ زوى په گډون درې خپلوان او لږ تر لږه څلور تنه نور ملکي کسان ټپيان شول.

تر دې وړاندې پوليسو ويلي و چې د ښاغلي ځدراڼ درې ساتونکي ټپيان شوي دي .

دا په دوو مياشتو کې لومړى ځل دى چې په کابل کې ځانمرگى بريد کيږي .

د کابل د امنيتي ارگانونو په وينا دا په دې وروستيو کې د پاچا خان ځدراڼ د وژلو دويمه ناکامه هڅه ده .

د دوى په وينا څه موده وړاندې يې داسې کس ونيوۀ چې د ښاغلي ځدراڼ د وژلو نيت يې لارۀ .

نننى ( جمعه د دسمبر ٢٢ ) ځانمرگى بريدد کابل په ختيځو څنډو کې د پاچا خان ځدراڼ استوگنځي ته نژدې وشو .

د پوليسو او عيني شاهدانو په وينا بريد کوونکى ظاهرآ د ښاغلي ځدراڼ د موټر په تمه ولاړ و . د هغۀ د موټر په ليدو يې ځان وچووۀ .

د گاډي وروستۍ برخه بشپړه ويجاړه شوې ده . په افغانستان کې عمومآ چارواکي د موټر په شاتنۍ برخه کې کښېني . خو ښاغلى ځدراڼ دغه شېبه په خپل موټر کې نه و .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت