|
ملي امنيت : تيرکال کې ٧٠ ځانمرگي بريدونه شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د استخباراتو څانگه وايي ځان وژونکي بمي بريد کونکي په پاکستان کې د عربو ، چچنيانو او ازبکو روزونکو له خوا روزل کيږي د افغانستان د ملي امنيت چارواکوپه ياکستان کې دداسې سيمو نومونه خبريالانو ته ياد کړي چې په وينا يې ترهگر پکې روزل کېږي افغان امنيتي چارواکي وايي ځان مرگي بريد کونکو او ورانکارو ته له پولې اخوا په ديني مدرسو کې ځانگړې روزنه ورکول کېږي . په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته دملي امنيت د ادارې وېاند سعيد انصاري په دې وروستيو کې په چاو ديدونکو توکو سمبال د يوشمېر ورانکارو د نيولو خبر هم ورکړ چې په وينا يې گڼ معلومات يې ځېنې تر لاسه کړي دافغانستان د ملي امنيت د ادارې وياند سعيد انصاري د خپلې ادارې د وروستيو کار کړنو . دورانکارو دنيولو او د ځان مرگو بريدونود مرگ ژوبلې په هکله خبريالانو ته معلومات ورکړل . ده وويل په نژدې راتلونکې کې به هغه ١٧ نيول شوي کسان خبريالانو ته وښېې چې له چاودېدونکو توکو سره يوځاى نېول شوي دي او د پولې د بلې غاړې په مدرسوکې ورته د ځان مرگو بريدونو روزنه ورکړشوې چې دده په وينا افغانستان ته د ورانکاارۍ لپاره راليږل شوي وو (( همدغو تورنو د اعتراف پر مها ل ويلي چې د روزنې مرکزونه ېي د پولې اخوا دمېرعلي ، ډکه خيل ، سيدگي او د شمشتو په ځينو سيمو کې دي چې هلته ورته د ځان مرگو بريدونو دريموټ کنترول بمونو په اړه پوره روزنه ورکول کيږي . وياند انصا ري دځان مرگو بريدونو روزونکي عربان ، چچنيا يان او ازبکان وبلل او د نيول شويو کسانو د اعتراف په بنسټ يې په ډاگه کړه چې ځان مرگو بريدونو ته چمتو شوي کسان ترډېره نيمه لوستي ، بې وزلې او روانې نا روغان دي چې دده په وينا يو شمېر خاصو کسانو تېر ويستي دي . ښاغلي انصاري وويل وروستيو نېول شوېو ورانکارو ورته دترهگرو د روزنې د مرکزونو او ددوى د پلانو نو په اړه گڼ معلومات ورکړي . ده له دې منځه په سلو کې اتياملکي وگړي وبلل. ښاغلي انصاري په ځان وژونکو کې افغانان چيچنيايان او پاکستانيان گډ وبلل . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||