BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:29 گرينويچ 2007 ,20 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ((ځانمرگي بريدکوونکي )) نيول شوي

خالد
د کندهار والي اسد الله خالد ادعا کوي چې نيول شوي دوه کسان پاکستانيان دي
داروزګان ولايت تر ځان مرګي بريد سمدستي وروسته دلته په كندهار كې چارواكو خبر وركړ چې دوه ځانمرګي بريد كوونكي يې لاس په لاس نيولي دي.

چارواكي وايي چې دغو بريد كونكو هڅه كوله چې نن ( شنبې د مرغومي ٣٠ د جنوري ٢٠ ) په كندهار ښاركې عمليات ترسره كړي.

د كندهاروالي اسدالله خالد بي بي سي ته وويل چې دواړه ځانمرګي بريدكونكي د پاكستان د بلوچستان ايالت د پښين د ولسوالۍ اوسيدونكي دي .

د بريد كونكو نومونه يې رحمت الله او شمس الله يادكړل. اسدالله خالد په ټينګار سره وويل چې ترپلټنو ګرويږنو وروسته به دواړه ځانمرګي بريد كونكي د خبري رسنيو په وړاندي ودروي .

په كندهار كې افغان چارواكي د ځانمرګي بريد كونكو د نيول كيدو خبر په داسې حال كې وركوي چې تيره شپه په ارزګان ولايت كې د ځانمرګي بريد له كبله د ناټو پنځه سرتيري ټپيان شوي دي.

د كندهار په هوايي ډګر كې د ناټود ځواكونو پوځي ويانده تورنه يانيكا وايي چې په پيښه كې د ژوبل شويو پوځيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د دغې پوځي وياندې په وينا چې ښايي پر پوځيانو يې د چاوديدونكو توكو بار موټر چاودلى وي.

خو افغان چارواكي دغه چاودنه د ځانمرګي بريد له كبله بولي او وايي چې تيره ورځ د اروزګان ولايت د مركز تيرينكوټ شمال لوري ته د سرمرغاب په سيمه كې د ناټو پرځواكونو ځانمرګى بريد شوى.

 د كندهاروالي اسدالله خالد بي بي سي ته وويل چې دواړه ځانمرګي بريدكونكي د پاكستان د بلوچستان ايالت د پښين د ولسوالۍ اوسيدونكي دي .

كه څه هم ناټو د ټپي شويو پوځيانو هويت نه دى په ډاګه كړى خو په ارزګان ولايت کې ډيره برخه د هالنډ هيواد سرتيري د ناټو په ليكو كې په فعاليت بوخت دي.

قاري يوسف چې په سيمه كې د طالبانو وياند بلل كيږي د اروزګان ولايت د چوري ولسوالۍ د ولسوال د وژل كيدو خبر وركړ او ويې ويل چې د ريموټ كنټرول بم په وسيله يې دغه ولسوال له پنځو نورو امنيتي سرتيروسره يو ځاى وژلى دى .

د ارزګان چارواكي مني چې د چوري پر ولسوال د ريموټ كنټرول بم بريد شوى ، خو دوى د ټپي كيدو خبره کوي .

د سيمې ځينو اوسيدونكو ما ته وويل چې په پيښه كې د ولسوال په ګډون يو بل سرتيرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي .

دلته په كندهار كې د ژړۍ ولسوالۍ په سنګيسار سيمه كې هم د ناټو ځواكونو پر پوځي كاروان باندې يوه چاودنه وشوه.

په كندهار كې د ناټو ځواكونو پوځي قومنداني يوازې دا مني چې چاودنه شوې ، مرګ ژوبله نه لري او يو موټر يې زيامن شوى دى .

همدا راز د دغې پيښې په څېر له مرګ _ ژوبلې پرته نن سهار آيساف ځواكونو ته درې تيل وړونكي شخصي موټر د يوې چاودنې له كبله وسوځيدل .

دغه پېښه چې د كندهار سپين بولدك پر لويه لار شوې چې پړه يې طالبانوپه غاړه واخيسته.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت