|
د ارزگان ځانمرگي بريد ١١ کسان ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويلي ولايت ارزگان کې د هغې چاودنې له امله چې چارواکو ځانمرگې بللې ده ١١ کسان وژل شوي دي . په دغه بريد کې چې د ارزگان ولايت په مرکز ترينکوټ کې وشوه ٥٠ تنه ټپيان شوي هم دي . د ټپيانو له ډلې د ١٦ کسانو وضعه جدي بلل شوې ده . په وژل شويو کې دوه ماشومان دي دغه راز په ټپيانو کې هم اووه تنه ماشومان شامل دي . چاودنه د څارويو په يوۀ گنج کې وشوه . د لوى اختر د رانژدې کيدو له امله د څارويو په گنج کې تر نور کله گڼه گوڼه زياته وه . طالبانو ادعا کړې ده چې دوى دغه بريد کړى دى . دا بريد په داسې وخت کې شوى دى چې د ارزگان په ولايت کې د بيا رغاونې د ولايتي ډلې يا پي ار ټي دفتر پرانيستل کيدۀ . ټاکل شوې ده چې په روان ميلادي کال کې به هالندي سرتيري په ارزگان ولايت کې د بيا رغاونې د ولايتي ټيم چارې ترسره کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه کندهارکې٢٠ کسان ووژل شول01 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||