 |  چاودنه د يو ځان مرگي بريد کوونکي لخوا شوې |
د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې يو بم بريد له امله لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي . پولېس وايي يو ځان مرگي بريد کوونکي چاودنه د جومات دننه وکړه چې د هغه ديني عالم فاتحې لپاره په کې لوى شمېر کې خلک راټول شوي چې اړمه ورځ ووژل شو، نوموړي د طالبانو پرضد او د څرگندونې کړې اود ولسمشر حامد کرزي څخه ېې خپل ملاتړ ښودلى وو. چارواکي وايي چې د کابل د پولېسو مشر اکرم خاکريزوال هم په وژل شوو کې دى په چاودنې کې گڼ نور کسان ژوبل شوي دي او هرې خواته د انسانانو د بدن غړي خواره شوي.عيني شاهدانو ويلي دي چې چاودنه دومره لويه وه چې د جومات دننه يې هرې خواته د انسانانو د بدن غړي او جامې خورې کړې. په روان کال کې دا په افغانستان کې تر ټولو سخت بريد دى چې ورسره به دا اندېښنې زياتيږي چې د ولسمشر کرزي مخالف وسله وال د ستمبر په مياشت کې د پارلېماني انتخاباتو نه وړاندې حکومت ته د ستونزو پيدا کولو هڅې چټکې کې کړي دي. |