|
کابل کې چاودنې يو کس وواژۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه چاودنه په يو کورولا ډوله موټر کې شوې چې په اړه يې ويل کيږي په خپله هغه کس په کې وژل شوى چې دغه چاوديدونکي مواد ئې ليږدول . په دغې چاودنه کې چې دجمعې ورځې د ماسپيښين مهال د علاوالدين درې لارې ته نژدې شوه يو تن ئې ځاى په ځاى وژلى او دوه تنه لاروي ئې ټپيان کړي دي . د پوليسو چارواکو وويل چې دغه مواد په يو ديگ بخار کې ځاى په ځاى شوي او په يو کورولا ډوله موټر کې ئې ليږدوول چې له وخته مخکې وچاوديدل. د کورنيو چارو د وزارت وياند يوسف ستانيکزي بي بي سي ته وويل چې دغه چاوديدونکي مواد د يو ځانمرگي برېد په موخه ليږديدل. په سيمه کې عيني شاهدانو وويل چې په همدغه مهال دسوله ساتو ځواکونو موټر د تيريدو په حال کې وو چې په اړه يې ويل کيږي دغه سرتيري د ناروې د هيواد وو خو هغوى او د هغوى موټرو ته ځه زيان نه دى اوښتى . يومياشت وړاندې د کابل په ښار کې دوه ځانمرگي بريدونه د کابل جلال اباد په لويه لاره تر سره شوي وه چې له امله ئې د دريو افغانانو د وژل کيدو بر سيره يو المانى سر تيرى هم وژل شوى وو . | ورسره تړلي نور خبرونه په کندهار کې اته ټانکرونه سوځيدلي14 اکتوبر, 2005 | خبرونه د کابل دچاودنې په اړه لومړني رسمي معلومات29 سپتمبر, 2005 | خبرونه په کندهار ښار کې بمي چاودنې13 سپتمبر, 2005 | خبرونه کندهارکې٢٠ کسان ووژل شول01 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||