|
په کندهار کې اته ټانکرونه سوځيدلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دوه کسان په دغه چاودنه کې ژوبل شوي او اته ټانکرونه چې د کندهار هوايي اډې ته يې تيل لېږدول له منځه تللي دي. دا خبره افغان پوځي چارواکو کړې ده . د چاودنې د لامل په اړه متضادې خبرې شوي، ځېنې چارواکي وايي چې يوۀ ټانکر کې بم ايښودل شوى وۀ، نور وايي چې چاودنه د هغه اور له امله پېښه شوه چې موټر چلونکو د خوړو د پخولو لپاره لگولى وۀ. له بلې خوا د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د پوليسو دوه افسران تېره شپه ( د تلې ٢١ د اکتوبر ١٣ ) د شکمنو طالبانو په يوۀ بريد کې وژل شوي دي. په روان ميلادي کال کې تر اوسه پورې د تاوتريخواليو له امله په افغانستان کې تر ١٢٠٠ ډير کسان وژل شوي دي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||