BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:18 گرينويچ 2005 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان : کابل د حکيمي غوښتنه نه ده کړې
د طالب وسله والو له خوا د بريدونو خبر به لطيف الله حکيمي ورکاوۀ .
د پاکستان د بهرنيو چارو يوې وياندې ويلي چې لا تر اوسه افغانستان د طالبانو د نيول شوي وياند لطيف الله حکيمي د ورسپارلو غوښتنه نه ده کړې .

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ يوۀ وياند د حکيمي د نيولو له ستاينې سره غوښتي و چې هغه وروسپارل شي .

خو پاکستان وايي چې دغه غوښتنه رسمآ له دوى نه ده شوې . په همدې ترڅ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مجرمانو د سپارنې کوم تړون نشته خو پاکستان د طالبانو د حکومت له نسکوريدو راهيسته يو شمير نيول شوي کسان په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځ ته سپارلي دي .

لطيف الله حکيمي د سه شنبه په ورځ د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې نيول شوى و . دۀ په افغانستان کې د طالبانو له لورې د کيدونکو بريدونو خبر نړيوالو خپرندويو رسنيو ته ورکاوۀ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت