|
د کندهار والي : بمي بريد د کانادايي سرتيرو خلاف و | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کندهار والي اسد الله خالد دا چاودنه ځان مرگى بمي بريد وبالۀ چې پکې کانادايان په نخښه شوي وو ، کانادايي سرتيري په دغه سيمه کې د بيا رغاونې له پروژو سره مرسته کوي . د کانادايي ځواکونو يوه وياند وويل بريد کوونکي چاوديدونکي توکي هغه وخت وچوول چې د کندهار په څنډو کې د دوى له کاروان سره تيريدۀ . په چاودنه کې بم چونکى هم ووژل شو . دا بريد په داسې وخت کې شوى چې د ناټو يا د شمالي اتلانتيک د تړون مامورين په افغانستان کې دي او د دغۀ ايتلاف د سوله ساتي ماموريت پر غځولو غږيږي . بل پلو د افغانستان ، متحدو ايالاتو او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزو پوځي غونډو يوه بله ناسته په اسلام اباد کې پرون ( چارشنبه د تلې ١٣ د اکتوبر ٥ ) وشوه . په دغه ناسته کې په گډه پوله باندې د امنيت لپاره د پورته شويو گامونو ستاينه هم وشوه . په همدې ترڅ کې پرون د افغانستان د پوځ لوى درستيز جنرال بسم الله خان له يوۀ پلاوي سره متحدو ايالاتو ته تلونکى دى . ويل کيږي چې په دغۀ سفر کې به افغان لوى درستيز د امريکا پوځي روزنې ويني او هيله دا ده چې دغه پلاوى به ډير څه زده کړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||