|
د خوست په چاودنه کې مرگ ژوبله شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د خوست ولايت د پوليسو مشر محمد ايوب بي بي سي ته وويل چې دغه بم د جومات په منبر کې اېښودل شوى و . چاودنه هغه وخت وشوه چې د جومات مولوي احمد خان ، د جمعې د لمانځۀ خطبه ويله . ځايي چارواکو د دې چاودنې پړه پر طالبانو واچوله خو تر اوسه پورې طالبانو او يا کومې بلې ډلې څه نه دي ويلي . د خوست په ولايت کې د علماو د شورا مشر او ولسي جرگې ته د خوست له ولايت څخه کانديد الف شاه له دولت څخه وغوښتل چې د علماو ساتنه وکړي . د يادونې وړ ده چې په دغې سيمې کې پخوا هم د علماو پر ضد بريدونه شوي دي چې طالبانو يې پړه په غاړه اخيستې ده . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||