BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:19 گرينويچ 2005 ,21 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خوست کې دولس ياغيان وژل شوي دي
News image
په نښته کې د امريکايي مرگ ژوبلې په اړه څه ويل شوي نه دي.
د امريکا د پوځ په وينا دا په دې وروستيو ورځو کې دويمه مهمه نښته ده چې ياغيان په کې وژل شوي دي.

امريکايي پوځيانو ويلي دي چې د سهشنبې يا نهې په شپه يې په خوست کې پر يو ه امريکايي اډه د راکټونو د بريدونو وروسته پر ياغيانو د هېلي کاپټرو، الوتکو او توپو ډزې کړې دي.

يو امريکايي چارواکي ويلي دي چې د ياغيانو لخوا د بريد ځايې يې معلوم کړى وو. د دغه چارواکي په وينا امريکايي ځواکونو په ځوابي بريد کې هر هغه څه کارولي دي چې دوى لرل.

د دې اونۍ په لومړيو کې امريکا ويلي وو چې په زابل ولايت کې يې هم د طالب جنگيالو يوه ډله وژلې وه. په افغانستان کې د ژمي په ختمېدو سره د امريکايي او ملي پوځ پر ضد د بريدونو کچه يو څه لوړه شوې ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت