|
په خوست کې دعملياتو په ترڅ کې تر ٢٠ ډير کسان نيول شوې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پولې ته څيرمه د افغانستان د سهيل ختيځ ولايت خوست د عليشيرو ولسوالۍ د ببرک ټنې په سيمه کې چې ډير کوچيان هلته ميشت دي . د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي چې دوى د عملياتو په ترڅ کې تر ٢٠ ډير کسان نيولي دي. دوى ټينگار کوي چې له ځينو راپورونو څخه وروسته چې ويل يې په سيمه کې ترهگرو پناه اخيستې وه دغه عمليات تر سره کوي. خو د سيمې يو شمير خلگ وايي چې دغه خلگ بې گناه نيول شوې دي. د نيول شوو کسانو هويت لا څرگند شوى نه دى او دا هم معلومه نه ده چې د طالبانو کوم لوړ پوړي چارواکى په دې عملياتو کې نيول شوى دى که څنگه. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||