BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:40 گرينويچ 2005 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خوست کې ٢٠ تنه اورپکي ووژل شول
جنرال عظيمى
جنرال ظاهرا عظمي وايي چې له پېښې سمدستي وروسته ، ملي پوځ او ائتلافي ځواکونو د اورپکو په وړاندې په ځوابي برېد لاس پورې کړ
د افغانستان په سوېل ختيځ کې په يوه جگړه کې څلور تنه بهرني اورپکي وژل شويدي .

ددفاع وزارت وياند جنرال عظېمي وويل ددوى مړي د هغو شلو تنو مخالف جنگياليو د مړو په مينځ کى موندل شوي چى د ملي پوځ او ائتلافي ځواکونو په گوزارونو کى پاکستان پولې ته نژدې د خوست په ولايت کى له مينځه تللي دي .

پاکستان پولې ته نژدې د خوست ولايت سپېرې ولسوالۍ کى جگړه هغه وخت ونښتله چى مخالف جنگياليو د ملي پوځ پر پوځيانو توغندي وتوغول چى په ترڅ کى يې د ملي پوځ يو سرتېرى ووژل شو.

ددفاع وزارت و ياند جنرال ظاهرا عظمي وايي چې له پېښې سمدستي وروسته ، ملي پوځ او ائتلافي ځواکونو د اورپکو په وړاندې په ځوابي برېد لاس پورې کړ چى دې سره همهاله امريکايي جنگي الوتکو له هوا څخه هم د مخالف جنگياليو پر مورچو بمباري وکړه .

 د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د اورپکو دغه ډلې د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې د افغانستان سوېلي او سوېل ختيځو سيمو کې نفوذ لري.

جگړې څو ساعته دوام وکړ چى د ښاغلي ا عظمي په وينا په لړکى يې يو شمېر بهرني اورپکي او طالبان ووژل شو ل .

پداسې حال کې ددغو بهرنيو اورپکو د وژل کېدو خبره کېږي چې راپورونه وايي چې ېو زېات شمېر بهرني اورپکي د طالبانو سره په گډه ، د ورانکارو کړنو د تر سره کولو لپاره، افغانستان ته ننوتي دي

د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د اورپکو دغه ډلې د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې د افغانستان سوېلي او سوېل ختيځو سيمو کې نفوذ لري.

اخوا پاکستان هم ويلي دي چې د افغانستان پولې ته نژدې يې ١٧ بهرني اورپکي وژلي دي.

اسلام اباد وايي چې د شمالي وزيرستان په ميران شاه سيمه کې يې د عملياتو په وخت پينځۀ ځايي کسان هم نيولي دي په دوى د اورپکو سره د مرستو کولو شک کېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت