BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:19 گرينويچ 2006 ,18 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ترينکوټ کې ايتلافي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې

ترينکوټ
د ايتلافي ځواکونو په خبر پاڼه کې راغلي دي چې وروستۍ نښتې د ارزگان د مرکز ترينکوټ په ساحه کې شوې دي
په افغانستان کې نړيوالو ايتلافي ځواکونو په خپرو کړيو خبر پاڼو کې ادعا کړې ده چې د افغان ځواکونو په ملگرتيا يې د طالبانو مشرتابۀ او عادي سرتيرو ته په ( غرنيو عملياتو ) کې سخت گوزار ورکړى دى .

دا خبره په داسې مهال کې ايتلافي ځواکونه کوي چې وايي د ارزگان ولايت په مرکز ترينکوټ کې له طالبانو سره په يوې سختې نښتې اوښتي دي او مرگ ژوبله ور اوښتې ده .

له بگرام څخه په خپرې کړې يوې خبر پاڼې کې نړيوال ايتلاف وايي په ترينکوټ کې د ايتلافي ځواکونو يو سرتيرى د طالبانو په بريد کې وژل شوى او ١١ تنه نور يې ټپيان شوي دي .

ټپي شوي ايتلافي سرتيري د ترينکوټ روغتون ته رسول شوي دي . د ايتلافي ځواکونو تورن جنرال بنجمن فريکلي وايي :

(( د عملياتو د ترسره کولو پر وخت ايتلافي ځواکونو يوه لارۍ ويجاړه کړه چې (( سخت دريځو )) پکې هاوانونه ځاى پر ځاى کول . له دغۀ بريده وروسته له (( غليم )) سره سخته نښته وشوه د غليم د ځاني تاوان په باب لا څه رپوټ نشته . ))

له سيمې څخه ناتاييد شوي رپوټونه د بمباريو يادونه کوي . دغه رپوټونه دا يادونه نه کوي چې بمباريو مرگ ژوبله لرلې ده که نه .

په ارزگان کې څه موده وړاندې د شويو بمباريو په باب لومړنيو رپوټونو ويل چې گواکې گڼ شمير ملکي وگړي پکې وژل شوي دي .

د ولسمشر کرزي له لورې د هغو بمباريو د سپيناوي لپاره يو پلاوى ارزگان ته وليږل شو. د دوشنبې په ورځ د پارلماني چارو وزير فاروق وردگ بي بي سي ته وويل چې د دولتي پلاوي لومړنۍ پلټنې يوازې د دوو ملکي کسانو د وژنې خبره تاييدوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت