|
د ارزگان د ولسي جرگې د غړي خپلوان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په ارزګان ولايت كې د ملكي وګړو دسپرلۍ پر يو موټر د نړيوال ايتلاف سرتيرو بريد شوى دى . دپيښې قربانيان ټول د ولسي جرګې دغړي حاجي عبدالخالق دكورنۍ كسان دي . نړيوال ايتلاف لا تر دا مهاله په پېښه خپل غبرګون نه دى ښودلى وړاندې هم په افغانستان كې ورته پېښې شوي چې تېروتنې بلل شوې دي. دپېښې د څلور سره قربانيانو درملنه دكندهار په ميرويس روغتون كې کيږي چې يوه يې ښځه،دوه ماشومان اويويې موټرچلوونكى دى . يوكس ځاى پرځاى وژل شوى چې هغه هم دهمدغې كورنۍ غړى دى، ددوى پر موټردارزګان دچورې په ولسوالۍ كې شوى دى . پېښه هغه مهال وشوه چې دغه كسان دچهارشنبې په ورځ له اروزګان ولايت څخه دكندهارپرلورروان وو. دوى ټول د اروزګان ولايت څخه د افغانستان دولسي جرګې ديوه غړي حاجي عبدالخالق د كورنۍ سره تړاو لري . په ژوبلوكسانوكې يې مېرمن او ماشومان شامل دي ،د ولسي جرګې دغه استازى وايي چې نړيوالو ايتلافي ځواكونو يې دكورنۍ پرموټر ډزې كړي او له پيښې وروسته يې دده په وينا ژوبلو كسانو ته دارودرمل څه چې د څښاك لپاره اوبه هم نه دي وركړي. حاجي عبدالخالق زياتوي چې د كورنۍ غړي يې له پيښې پنځه ساعته وروسته له هغه چې نړيوال ايتلاف سيمه خوشي كړه ځايي خلكو روغتون ته رسولي دي . د ولسي جرګې دغه غړي له ولسمشر كرزي څخه غوښتنه وكړه چې د پيښې ژوره او بيړنۍ پلټنه دې وشي. نړيوال ايتلاف وايي چې تر پلټنو ګرويږنو وروسته به خبري رسنيو ته خپل غبرګون وښيي. په سيمه كې وخت ناوخته د جنګ ،جګړو، بمباريواو عملياتو په ترڅ كې ملكي خلكوته مرګ ژوبلې وراوښتي دي خو اكثره د پلټنو د ترسره كولو په موخه ورته پيښې پرمخ وركې شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||