BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:30 گرينويچ 2006 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ارزگان کې د ماين د چاودنې له امله مرگ ژوبله
اروزگان
اروزگان د افغانستان د ناکراره ولايتونو څخه دى
د افغانستان په جنوبي ولايت ارزگان کې د يو ماين د چاودنې له امله ١٤ تنه مړه او ٣ ټپيان شويدي

چارواکي وايي چې دا پيښه د جمعې په سهار هغه وخت وشوه چې يو مسافر وړونکى سرويس موټر د ١٧ تنو سپرليو سره د ارزگان مرکز ، تيرينکوټ ، ته نږدې پر يو ماين ولږيد

د ارزگان چارواکي وايي د موټر ټوله سپرلى غير پوځي خلک و چې د اختر له امله د خپلو خپلوانو د ليدلو لپاره تله

د ارزگان د والي وياند قيوم قيومي وويل پر ماين باندې د موټر د لگيدو او د ماين د چاودنې له امله ١٤ تنه ووژل شول او ٣ تنه نور ټپيان شول

ښاغلي قيومي وويل ددې پيښې په اړه پلټنې او تحقيقات پيل شويدي خو تراوسه نده معلومه چې دا د ليرې نه کنترول شوى بم و او که له مخکې ايښودل شوى ماين و

هغه وويل چې د سپرليو په منځ کې کوم حکومتي مامور نه و موجود

تراوسه پورې کومې ډلې ددې پيښې مسوليت پر غاړه ندى اخيستى

پدې وروستيو کې د افغانستان په جنوبي ولايت ارزگان کې د ناټو ځواکونو او دحکومت مخالفو وسله والو اورپکو ترمنځ نښتې شوې وې

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت