|
په ارزگان کې ١٠ کسه اورپکې وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دراود په ولسوالۍ کې د يوې لنډې نښتې په ترڅ کې د افغانستان د ملي پوځ يو سرتيرى وژل شوى او يو تن امريکايي عسکر ټپي شوى چې د خپارۀ شوي بيان ترمخه اوس د ټپي شوي وضعه مخ په ښه کيدو ده . دغه نښته هغه وخت وشوه چې د افغانستان د ملي پوځ سرتيرو له نړيوالو ايتلافي ځواکونو سره په گډه گزمه کوله . پر دغې گزمې له ١٠ تر ٢٠ تنو اورپکو په سپکو او درنو وسلو بريد وکړ په ځواب کې د نړيوالو ځواکونو په غوښتنه د چورلکو او جنگي الوتکو مرسته وغوښتل شوه چې پر غليم بمباري وکړي . په افغانستان کې د ولسي جرگې او ولايتي جرگو تر ټاکنو وروسته دا لومړى ځل دى چې د اورپکو له خوا دغه ډول بريد کيږي . طالب اورپکو لو کړې وه چې ټاکنې به گډوډوي خو د انتخاباتو په ورځ يې ټولې هڅې شنډې شوې . | نور خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||