BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:33 گرينويچ 2006 ,17 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار او ارزگان کې ځانمرگي بريدونه شوي

کندهار
د کندهار او ارزگان په دغو دوو ځانمرگو بريدونو کې په لومړي ځل ملکي کسان نه دي ژوبل شوي
د نورو ځانمرګه بريدونو برخلاف په ننيو دوو پرله پسې بريدونو کې ملکي وګړو ته هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده ور اوښتې، خو وړاندې تر دې په ځانمرګه بريدونو کې ګڼ ولسي وګړي زيانمن شوي وو.

وروستی ځانمرګی بريد د کابل کندهار پر لويه لار د کندهار ښار په ختيځ کې عينو مېنې ته څېرمه وشو، ځانمرګي بريد کوونکي خپل موټر د نړيوالو ځواکونو له کاروان سره وجنګاوه، هغه مهال سيمه نړيوالو ځواکونو کلابنده کړې وه.

خبريالانو ته يې اجازه نه ورکوله چې د پېښې ځاى له نژدې وگوري خو د نړيوالو ځواکونو تر تګ وروسته د پېښې له ځای سره د يوۀ چاودل شوي موټر ټوټې تر سترګو کېدې.

عيني شاهدانو د نړيوالو ځواکونو مرګ ژوبله زياته بلله او ويل يې، چې ځانمرګي بريد کوونکي هغه وخت خپل موټر وچاود چې د نړيوالو ځواکونو کاروان له زابل څخه د کندهار ښار په لور را روان و.

خو د کندهار په هوايي ډګر کې د نړيوال ايساف پوځي وياندجګړن اننس وويل چې په ځانمرګه بريد کې يې يوازې يو سرتېری ټپي شوی دی.
طالبانو د پېښې پړه په غاړه واخيسته او ادعا يې وکړه چې په دغه ځانمرګه بريد کې د نړيوالو ځواکونو مرګ ژوبله زياته ده.

قاري يوسف چې د طالبانو وياند بلل کېږي، د اروزګان ولايت په مرکز ترين کوټ کې د هغه ځانمرګه بريد پړه هم په غاړه واخيسته چې نن سهار تر سره شو.

ده په هغه بريد کې هم د افغان پوليسو او نړيوالو ځواکونو مرګ ژوبله خورا ډېره وبلله، خو د اروزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قاسم د قاري يوسف خبرې رد کړې او ويې ويل چې په ځامرګه بريد کې يې اووه پوليس ژوبل شوي دي ده زياته کړه :

(( پوليسو ته لا له وړاندې خبر رسيدلى و چې ترين کوټ ته د ځامرګه بريد په موخه يو کس راغلی چې کله د پوليسو له لوري څارل کېده نو هغه له پوليسو ليرې ځان وچاودی او اووه پوليس يې ټپيان کړل)) .

د اروزګان د امنيې قوماندان وايي چې د ټپي شويو پوليسو حالت د ډاډ وړ دی.

له دغو دوو ځانمرګو بريدونو پرته د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ د اشيغو سيمې څخه (١٥)كسان چې دوې يې مېرمنې دي نا معلومو وسلوالو کسانو تښتولي دي.

د ځينو باوري سرچينو په قول تښتول شوي كسان ټول دكډوالو د رياست كاركوونكي دي اونن سهار هغه مهال وتښتول شول چې د ژېړۍ دكډوالو پنډغالي ته روان وو.

تردامهاله لا په رسمي ډول دولت په دې اړوند خپل غبرګون نه دى په ډاګه كړى.

ها خوا کندهار ولايت ته څېرمه د زابل ولايت د شمولزو ولسوالۍ څخه هم د يوې وسلوالې نښتې خبر تر لاسه شوی دی.

د سرحدي لېوا قوماندان رازق خان وايي چې د تېرې شپې په نښته کې يې يو سرحدي پوليس وژل شوی او يو ټپي شوی دی.

دده په خبره، په نښته کې اته طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

قومندان رازق وايي چې له طالبانو څخه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت