BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:01 گرينويچ 2006 ,04 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې ځانمرگي بريد ٥ کسه وژلي دي

کابل چاودنه
وروستۍ خپره شوې احصاييه ښيي چې د ځانمرگو بريدونو په سلو کې ٨٥ قربانيان ملکي کسان وي
د افغانستان د پلازمينې کابل په ختيځو څنډو کې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله درې ملکي کسان وژل شوي او ٤ کسه نړيوال سوله ساتي سرتيري ټپيان شوي دي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بي بي سي ته وويل چې په دغۀ بريد کې چې د کابل - جلال اباد په لويه لاره نن ( دوشنبې د وږي ١٣ د سپتمبر ٤ ) سهار وشو د دوى په وينا ترهگرو يو جيپ موټر کارولى دى .تر دې پخوا به واړۀ موټر کاريدل .

په افغانستان کې د امنيت مرستندويه نړيوال ځواک يا ايساف يوۀ وياند بي بي سي ته وويل چې د بريد په لومړنيو رپوټونو کې د دوى کوم سرتيرى نه دى وژل شوى بلکې څلور کسان يې ټپيان شوي دي . دغه د ايساف پر يوې گزمې شوى دى .

د کابل امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څانگې مشر مل پاسوال علي شاه پکتياوال چې د پېښې په ساحه کې و ، وړاندې بي بي سي ته وويلي وو چې په دغه بريد کې يو برتانوى سرتيرى هم وژل شوى دى .

د ښاغلي پکتياوال په وينا په دغه پېښه کې ٧ تنه ملکي کسان ټپيان شوي هم دي . په موټر کې ځاى پر ځاى شوي ټول چاوديدونکي توکي نه دي چاوديدلي خو د پوليسو په وينا يې بيا هم ډير ورانى کړى دى .

د بريد کوونکي پېژندگلوي تر اوسه نه ده شوې خو د افغان پوليسو په وينا د بريد کوونکي له مړي ښکاري چې په عمر پوخ کس نه و .

په يوې خپرې شوې احصاييې کې ويل شوي دي چې تر دغۀ وروستي ځانمرگي بريد وړاندې په ټولو دغه ډول شويو بريدونو کې په سلو کې ٨٤ وژل شوي خلک ملکي کسان دي .

د نړيوال ايتلاف له خوا په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې راغلي چې تر نننۍ پېښې وړاندې د ځانمرگو بريدونو له امله د وژل شويو ټولو ١٢٤ کسانو له ډلې ١٠٥ تنه عادي افغانان وو .

د طالبانو په استازيتوب د ډاکټر حنيف په نامۀ يوۀ کس رسنيو ته په ليږل شوې يوې اعلاميې کې دعوه کړې چې په ځانمرگو بريدونو کې د دۀ په وينا يوازې ٣١ ملکي کسان وژل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت