BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:41 گرينويچ 2006 ,09 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې د ځانمرگي بريد هڅه
پوليسو د کابل په لوېديځ کې د يوه ځانمرگي بريد د چمتو کولو پر شک څلور تنه نيولي دي چې په پام کې وه د يوه موټر په چولو په کابل کې ترسره شي.

يو تن ددغه بريد لپاره د چمتوالي په ترڅ کې وژل شوى او پوليسو مخکې ويلي وو چې د هغه نور ملگري تښتېدلي دي. او وايې د هغوى د موندلو لپاره له بيگا راهيسې د کابل په لوديځ د کمپنۍ اوشاوخوا سيمو کې کور په کور پلټنه روانه ده.

په افغانستان کې د ځانمرگي بريدونو پيښې ډيرې کمې ليدلې شوي دي ، خو په دې وروستو کې د رپورټونو تر مخه د طالبانو د يوه جيگ پوړي مشر ملا داد الله له قوله ويل شوي وو چې دوي به په افغانستان کې د امريکا او د هغو د ايتلافي متحدينو پر ضد ځانمگري بريدونه کوي .

څو ورځې وړاندې د ارزگان ولايت مر کز تيرين کوټ ته ورڅيرمه په يوه ځانمرگي بريد کې د ماشومانو په گډون ١١ ملکي کسان وژلي شوي وۀ ، او ٥٠ نه زيات نور ټپيان شوي وۀ .

د افغانستان حکو مت دا پيښې تره گر عمل بولي او زياتوي چې دا د وطن د دښمنانو کار دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت