BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:04 گرينويچ 2006 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پرصبغت الله مجددي ځانمرگى بريد شوى

صبغت الله مجددي
ښاغلي مجددي ددې بريد ملامتي د پاکستان پر استخباراتي ادارې ، آى اس آى ، باندې واچوله خو پاکستاني چارواکو سملاسي دا تور رد کړ او هغه ېې يوه بې بنسټه ادعا وبلله
په افغانستان کې د مشرانو جرگې ريس او افغان جهادي مشر صبغت الله مجددي د يو ځانمرگي بريد څخه ژوندى راوتلى دى . هغه له خپل کور څخه دکار پر لوري روان وو، دو وځان مرگو بريد کونکو د کرولا موټر سره پر هغه بريد وکړ .

په دغه بريد کې ښاغلي مجددي ته زيان ندى رسيدلى، خو ويل کيږي چې د بريد کونکو په گډون څلور کسان په کې وژل شوي او درې نور ژوبل شويدي .

ښاغلي مجددي د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ددې بريد ملامتي د پاکستان پر استخباراتي ادارې ، آى اس آى ، باندې واچوله خو پاکستاني چارواکو سملاسي دا تور رد کړ او هغه ېې بې بنياده ادعا وبلله.

په همدې ترڅ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په يوخبري کنفرانس کې دا بريد په کلکه وغنده او و ې ويل چې د څو مياشتو راهېسې حکومت دا سې اطلاعات درلودل چې د هيواد د لوړو شخصيتونو د وژلو پلانونه جوړ شوي ، خو ښاغلي کرزي د کوم ځانگړي هيواد نوم وانخيسته .

د افغانستان د مشرانو جرگې د ريس او افغان جهادي مشر صبغت الله مجددي د سپرلي پر گاډي ددغه ځان مرگي بريد زورورې چاودنې د کابل د ښارلوېدېزې برخې ولړزولې .

د ښاغلي مجددي د يوه ساتونکي له خولې چې دوه تنه ځان مرگي بريدکونکي ، خپل کرولا موټر هغه مهال چې د ساتونکو له گاډي مخکي کړ ، سملاسي دښاغلي مجددي د سپرلي له گاډي سره نژدي وچوه .

په بريد کې ښاغلي مجددي ته زيان ندى رسيدلى ، خو د کورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزى وايي چې د دوه تنو ځانمرگو بريد کونکو په گډون ،څلور تنه په کې وژل شويدي .

وژل شوي کسان ، لارويان دي چې يو ېې ماشوم دى

په بريد کې دري تنه نور ټپيان شوي هم دي چې روغتون ته ددرملني لپاره ليږدول شويدي

بريد يکشنبې د سهار په ٩ بجو او ديرشو دقيقو د کابل ښار په لويديز کې د پوليتخنيک انستيتوت مخامخ د باغ بالا پر سړک هغه مهال وشو چې ښاغلي مجددي ، د سولي د غښتلتيا او پخلايني د کميسيون دفتر ته روان وو.

په تير ېوه کال کې دى ، ددغه کمېسېون مشري کوي چې په هلو ځلو سره ېې ، د پخوانيو طالبانو ، اسلامي گوند او نورو مخالفانو څه باندي زر کسان له مخالفت نه لاس اخيستى او په هيواد کې د سولې او پخلاينې له بهير سره يو ځاى شويدي .

د بريد په سيمه کې وژل شويو کسانو او د دوه تنو ځانمرگو بريدکونکو د وجود ټوټي هرې خوا ته خورې ورې پرتې وي .

په بريد کې د ښاغلي مجددي ويجاړ شوي گاډي په سيمه کې پروت و او امنيتې ځواکونو سيمه کلابند کړي وه .

د ځان مرگو بريد کونکو هويت تر اوسه ندى څرگند شوي ، خو ځانگړي پوليسو د هغوي د پيژندنې لپاره پلټنې پيل کړيدي .

په ورستيو څو مياشو کې افغانستان کې شاوخوا ٢٧ ځانمرگي بريدونه شويدي .

ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چې ددغو بريدونو تر شاه د بهرنيانو لاس دى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت