|
کندهار کې ځانمرگي بريد يو کس وواژۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دنوروځان مرګه بريدونو برخلاف تيره شپه ( د چنگاښ ١٢-١٣ د جون ٣-٤ ) سيمه ييزو خلكو هڅه كوله چې د پيښې ځاى ته ورشي، د خلكو د مخنيوي په موخه پوليسو هوايې ډزي وكړې . ځانمرګى بريد د كندهار په نوي ښار كې د ولايت د پخوانۍ ودانۍ پرڅنګ د همدغه ولايت د مخکيني والي ګل آغا شيرزي د كور په دروازه كې وشو،دغه بريدتېرماښام د افغانستان پروخت پرلس كم نهه بجې ترسره شو. د شيرزي دكور يو ساتونكى يې وواژۀ او څلور نور يې ټپيان كړل ، د پيښې په ځاى كې حاضروامنيتي ساتونكو بي بي سي ته وويل چې ځان مرګي بريدكونكي هڅه كوله چې د ښاغلي شيرزي كورته دننه ورشي خو په دروازه كې وچاود. بريد كونكى له پېژندلو وتلى او د بدن ځينې غړي يې ترليري پرتو سيمو پورې ترسترګو كېدې،د بريدكونكي هويت لاتردامهاله نه دى څرګندشوى . دګل آغا شيرزي ورور بادشاه شيرزي پېښه د هيواد او سولې د دښمنانو كار وباله او زياته يې كړه چې د هيواد مخالفين نه غواړي چې افغانان سوليز ژوند وكړي. دى وايي چې په پېښه كې يې د كورنۍ غړي نه دي زيانمن شوي خو يو امنيتي پوليس يې وژل شوى او څلور نوريې ژوبل دي. ځانمرګى بريدپه داسې حال كې ترسره شو چې د ننګرهاراوسنى والي ګل آغاشېرزى يوازې يوه اوونۍ وړاندې كندهار ته راغلى وو،كندهار يو د دغه هيواد له هغو ولايتونوڅخه دى چې تر ټولو ډېر ځانمرګي بريدونه وركي شوي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||