BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:28 گرينويچ 2007 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ځانمرگي بريد يو لاروى وواژۀ

کندهار
په کندهار کې وروستى ځانمرگى بريد نژدې يوه مياشت وړاندې پر لويه لار شوى و چې يوازې بريد کوونکى پکې وژل شوى و
د افغانستان د کندهار په ولايت کې نن سهار ( سه شنبې د کب ٨ د فبروري ٢٧ ) يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي پر موټر سايکل سپور يو لاروى وواژۀ او يو ماشوم يې ټپي کړ .

دغه بريد د ښار په زړۀ کې د کندهار لوبغالي ته نژدې وشو .

په کندهار کې تر دې وړاندې د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې درې ځانمرگي بريدونه شوي دي دغه راز تير کال په لسگونو نورو ځانمرگو بريدونه دغه ولايت په نخښه کړ خو دا لومړى ځل دى چې د ښار په زړۀ کې دغه ډول بريد کيږي .

عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې ظاهرآ د بريد کوونکي هدف د ملي امنيت يا استخباراتو يو گاډى و . خو بريد کوونکي له گاډي ښه ليرې ځان وچووۀ .

دا په تيرو اوو ورځو کې دريم ځانمرگى بريد دى چې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې کيږي .

پرون په سويل ختيځ ولايت خوست کې هم يو ځانمرگى بريد شوى و چې يو پوليس يې وژلى و .

په همدې ترڅ کې په کندهار کې مېشتو ناټو ځواکونو نن پر يوۀ موټر چلونکي ډزې کړي او وژلى يې دى .

د عيني شاهدانو په وينا موټر چلونکى په چټکۍ روان و او د ناټو ځواکونو د دريدو غوښتنه يې نه وه منلې .

پر دۀ د ځانمرگي بريد کوونکي شک وشو او ډزې پرې وشوې .

په افغانستان کې ناټو ځواکونو څو ځلي له خلکو غوښتي دي چې د دوى کاروانونو ته دې نه ور نژدې کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت