BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:26 گرينويچ 2007 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند کې مهم طالب قومندان وژل شوى دى

ناټو
ناټو وايي د تيرې شپې په بمبارۍ کې يې د طالبانو يو مهم کس وژلى دى
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي چې تيره شپه يې د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کې يو ځاى په نخښه کړى او د بمبارۍ په ترڅ کې يې د يوۀ مهم طالب مشر په گډون اته کسان وژلي دي .

ناټو د دغه ( مهم ) طالب مشر نوم نه دى اخيستى خو ځايي چارواکي وايي ښايي دغه مشر د ملا عبدالغفور ورور وي . ملا عبدالغفور د موسى کلا په ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي قومندان دى .

خو د هلمند د امنيې قومندان مل پاسوال نبي جان ملاخيل وايي دوى گومان نه کوي چې خپله ملا عبدالغفور دې په دغې بمبارۍ کې وژل شوى وي .

د مل پاسوال په وينا د دوى په معلومات دا ښيي چې د ملا عبدالغفور ورور وژل شوى دى .

افغان چارواکي او د ناټو ځواکونه وايي چې په بمباري شوي ځاى کې وسله وال طالبان په يوه غونډه بوخت و .

په دغې بمبارۍ کې شپږ کسان ټپيان شوي هم دي . موسى کلا هغه ولسوالي ده چې تير کال پکې د ناټو ځواکونو او ځايي سپين ږيرو ترمنځ د سولې تړون وشو .

له هغۀ تړون وروسته تر ډيره وخته د موسى کلا په ولسوالۍ کې اخ و ډب نه و . ناټو اوس هم ټينگار لري چې د تيرې شپې بمباري يې هم له هغې ساحې وتلې وه چې د دوى تړون پرې عملي کيږي .

بل پلو افغان چارواکي ادعا کوي چې د ملا بسم الله په نامۀ د طالبانو يو بل قومندان دوى ژوندى نيولى دى .

دغه کس د هلمند په ولايت کې د ځايي چارواکو په گواښلو تورن و او ظاهرآ يې د طالبانو له خوا تبليغاتي کار کاوۀ .

د هلمند په ولايت کې نن ( جمعه د سلواغې ٦ د جنوري ٢٦ ) يو ځانمرگى بريد هم شوى دى .

دغه بريد په مرکز لشکرگاه کې د يوې بهرنۍ مرستندويې موسسې دباندې شوى چې يوازې يو کس پکې ټپي شوى دى .

د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې دا اووم ځانمرگى بريد دى چې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې ترسره کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت