BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:36 گرينويچ 2006 ,21 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: د افغانستان د سويل پوځي عمليات بريالي ول

ناټو پوځيان
د ناټومشر د جگړې له لومړيو ليکو سرتيرو ليدنه وکړه چې د څو اونيو راهېسى له طالبانو سره په جگړه بوخت و
د ناټو ځواکونو بريتانوى مشر په تيرو څو اونيو کې د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ کې د مډيوسا يا سمندري ستوري عمليات بريالي بولي او وايي دا د طالبانو په وړاندې بې سارې جگړه بلل کېداى شي. د ناټومشر جنرال ډېوډ ريچارډ د جگړې له لومړيو ليکو او له هغو بريتانوي سرتيرو ليدنه وکړه چې د څو پرله پسې اونيو لپاره له طالبانو سره په جگړه بوخت و.

د پنجوايي ولسوالۍ د پاشمول په سيمه کې وروسته له څو اونۍ جگړو،کاناډايي سرتيري ماين موندونکي توکي په لاس گرځي او غواړي هغه دامونه يا ماينونه او چاوديدونکي توکي ومو مي چې ښايي طالبانو له خپل تگ وروسته د بهرنيو ځواکونو لپاره د پنجوايي په پاشمول سيمه کې ترشا پرې ايښې وي. دغه سيمه څو ورځې وړاندې د طالبانو پياوړى مرکز و.

په داسې حال کې چې سرتيري جنرال ديوډ ريچارډ ته دکلکې جگړې لومړۍ کرښې ور ښيي، ددوى له پلونو سره گردجنه خاوره هوا ته پورته کيږي او سيمه تياره کوي.

د ميډيوسا يا سمندري ستوري پوځي عمليات ډېرلوى وو، سر بېره پر دې چې طالبان د خپلو تلفاتو دغه لوړې شميرې نه مني، خو د چارواکو په وينا په سلگونو طالبان د پلي، هوايي او توپچي بمباريو له کبله له خپلو ځايونو په شا شوي.

د سويل پوځي عمليات
News image
طالبانو ته په ماتې ورکولو کې دغه عمليات له ٢٠٠١ کاله راهيسې سارى نلري
ناټو مشر جنرال ريچارډ

" هيڅ کله هم خپل دښمن ته د کمزوري خيال مه کوي، زه پوهيږم چې موږ داسې ندي کړي، دغو سرتيرو خپله دنده په ښه توگه تر سره کړې. له ښه مرغه طالبانو خپل دښمن ته د کمزوري خيال کړى و. "

دغه عمليات نه يواځې په کندهار بلکې د بريتانويانو تر ولکې لاندې هلمند ولايت کې هم ستره آزموينه بلل کيږي. په زرگونو کسانو خپل کورونه پريښي او يواځې خپل سرونه يې له جگړه ځپلو سيمو وايستل . دوى د هلمند ولايت مرکز لشکرگاه کې پنډغالى جوړ کړى او ددوى ډير لږ شمير په دې آند دي چې جگړه د آوارۍ لار ده .

جنرال ريچارډ ته په بشپړ ډول معلومات ورکړل شو ل چې بريتانوي ځواکونو د طالبانود کلکو بريدونو په وړاندې څه کول،

څلورلکه شاجوره مرمۍ، ٣٥٠٠ آوانه او ٤٠٠ لاسي بمونه يې ډز يا کارولي کړي.

ښه نو جگړه کول گرانه چاره ده، خو د ناټو مشر قومندان چې په چورلکې کې د چورتونو په ټال کې بيرته کابل ته را ستنيږي،

خوشبين بريښي. ده په يوه ځاى کې مهمه جگړه گټلې، خو اوس له ډيرو نورو ننگونو سره مخامخ دى، سره بيره پردې چې په ډيرو نورو سيمو کې جگړ ييزي بوختياوې لري، دى بايد له ژمنې سره سم په د غه جگړه ځپلې سيمه کې د بيارغونې چارې پيل کړي اود خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت