|
ناټو د مجاهدينو د پخواني قومندان پر ځاى چپاو وکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناتو په مشرۍ د ايساف ځواکونو په شمال ختيځ ولايت تخار کې د يوه پخواني جهادي قوماندان او اوسني سناتور پر پوځي قرارگاه د چاپې په ترڅ کې د پام وړ اندازه وسلې او مهات تر لاسه کړي دي . د قاضي عبدالکبير مرزبان پر قرارگاه دغه ناڅاپي چاپه د ځايي چارواکو له خبرولو پرته شوې . تخار د هغو ولايتونو له ډلې دى چې د ډاياگ په نامه د وسلې ټولونې او غيرې قانوني وسله والو ډلو د له مينځه وړو پروگرام پکې له وړاندې پلى شوى . شکونه دا دي چې ډيرو ځايي قوماندانانو د حکومت او ډاياگ د چارواکو له غوښتنې سره سره د خپلو وسلو د پام وړ برخه پټه کړې ده . د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کې د پخواني جهادي قوماندان او اوسني انتصابي سناتور قاضي عبدالکبير مرزبان په پوځي قرارگاه د ايساف د ځواکونو دغه چاپه دومره ناڅاپي بلل شوې چې ځايي چارواکي يې هم گواکې هک پک کړي دي . د سيمې ولسوال مولوي خالد له دې نيوکې سره سره چې دى د حکومتي مشر په توگه وار له مخه ندى خبر کړل شوى ، بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې د ISAF د سرتيرو له لورې د چاپې د لگولو او د هغې په ترڅ کې د وسلو او مهماتو د موندلو پخلى وکړ . د موندل شويو وسلو او مهماتو دقيقه اندازه نده معلومه خو ويل کيږي چې فعاله وسله په څو جيپانو کې ليږدول شوې او پاتې وسلې او مهمات په يوه تړلې او مهر شوې خونه کې ساتل شوي دي. پخله د ايساف سرچينو هم تر دې مهاله د تر لاسه کړو وسلو او مهماتو د څرنگوالي او څومره والي په اړه څه ندي ويلي . تخار د هغوپنځوو ولايتونو له ډلې دى چې د ډاياگ په نامه د وسلو د ټولو او د غيرې قانوني مليشو او وسله والو ډلو د له مينځه وړو د پروگرام په لومړي پړاوو کې شامل وو. د دغه پخواني قوماندان او اوسني سناتور په پوځي قرارگاه کې د وسلو او مهماتو دغه وروستۍ موندنه يو ځل بيا د دې شکونو پخلى کوي چې په دې جگړه ځپلي هيواد کې لا هم د مليشو قوماندانان د وسلو په سپارلو کې له چل وټې نه کار اخلي او په اسانۍ سره بې وسلې کيدو ته حاضر ندي . د ډاياگ د چارواکو په وينا د بې وسلې کولو پر بهير د لسگونو مليونونه ډالرو له لگيدو سره سره اوس هم په افغانستان کې تر ١٧٠٠ پورې د مليشو غيرې قانوني او په وسلو سمبال ډلې فعاليت کوي . ډيرو دغو ډلو ته د امنيت او ثبات په وړاندې په بالقوه گواښ سربيره په سازماني جنايتونو کې د لاس لرونکو په سترگه هم کتل کيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||