BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:51 گرينويچ 2006 ,16 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان په سويل ختيځ کې لوى عمليات پيل شوي

ناټو
دغه عمليات په د غرني قهر په نامه د پکتيا، خوست ، پکتيکا ، غزني او لوگر په ولايتونو کې پيل شول .
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونوله افغان امنيتي ځواکونو سره په گډه د دغه هيواد په پنځوو سويل ختيځو ولايتونو کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي .

د غرني قهر په نامه د دغو عملياتو موخه په سيمه کې د طالبانو ځپل ښودل شوي .

دا هغه سيمه ده چې د امنيت له اړخه يې مسوليت د ناټو په ځاى لا هم د اېتلافي ځواکونو په غاړه دى .

د ايتلافي ځواکونو سرچينو د بگرام په هوايي اډه کې خبريالانو ته د سيمې د اقتصادي پرمختگ لپاره د څه د پاسه ٤٠ ميليونه ډالرو د بيلولو خبر هم ورکړې .

د غرني قهر په نامه د پکتيا، خوست ، پکتيکا ، غزني او لوگر په ولايتونو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو دغه گډ پوځي عمليات د شنبې په گهيځ د رڼا له خپريدو سره سم پيل شول .

د افغانستان په سويل ختيځ کې پراته دغه پنځه واړه ولايتونه د پاکستان پولې ته په ورڅيرمه يوه پراخه غرنۍ سيمه کې له يو بل سره نښتي دي .

په دغو عملياتو کې د ملي پوځ او پوليسو ٤٠٠٠ افغان سرتيري او د امريکې په مشرۍ ٣٠٠٠ ايتلافي سرتيري گډون لري .

د عملياتو موخه پر طالبانو د پوځي فشار د راوړو له لارې د امنيت راوستل ، د حکومتي واکمنۍ غځول او د سيمې د بيا رغوونې لپاره د مناسب چاپير يال رامينځ ته کول ښودل شوي .

دا هغه څه دي چې افغان او امريکايي ځواکونه ترې تل د خپلو پوځي عملياتو د پيل په مهال يادونه کوي .

ولې د عامو افغانانو په مينځ کې په دا ډول عملياتو لويه نيوکه دوسله والو طالبانو پر ځاى ملکي وگړو ته د تاوان د اوښتو له اړخه وي . په تيره بيا د ايتلافي ځواکونو د هوايي بمباريوپه ترڅ کې . خو د بگرام په اډه کې د اتلافي ځواکونو د قوماندې يوه لوړ پوړي افسر تورن جنرال بين فريکلي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې باور وښود چې د عملياتو په پايله کې به په سيمه کې د طالبانو اوسنى اغيز کم شي .

دغه امريکايي جنرال طالبان په سيمه کې د فعالو حکومتي چارواکواو بې گناه خلکو په وژلو ، د ښونځيو په سوځولو او د عامه تاسيساتو په له مينځه وړو تورن کړل .

جنرال دا هم وويل چې د طالبانو د ماتولو تر څنگه د عملياتو موخه د سيمې اقتصادي ودې ته د لارې پرانستل دي.

د دې لپاره يې د هغو ٤٣،٥ ميليونه ډالرو يادونه وکړه چې لا له وړاندې په سيمه کې د حکومتي تاسيساتو، روغتيايي مرکزونو ، ښوونځيو ، سړکونو او داسې نورو د جوړولو لپاره بيل شوي دي.

ها خوا د کندهار ولايت د پنجوايي په ولسوالۍ کې هم د ناټو په مشرۍ د ايساف او افغان امنيتي ځواکونو د گډو پوځي عملياتو د دوام خبر ورکړل شوى .

د دغو عملياتو موخه هم په سيمه کې د طالبانو د پښو د تينگيدو مخنيوى ښودل کيږي . په دغو عملياتو کې هم په پراخ شمير د کورنيو او بهرنيو سرتيرو د گډون خبره کيږي .

په پنځوو سويل ختيځو ولايتونو او دا ډول د کندهار په پنجوايي کې روان عمليات د خپل دول لومړني عمليات نه دي .

تجروبو ښودلې چې طالبان د پوځي عملياتو له پاى ته رسيدو وروسته ډير ځله بيرته د خپل فعاليت سيمو ته راستنيږي او د امنيت له اړخه په ځايي حکومتي ادارو فشار راوړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت