|
رحيمي : وسله وال د پولې له پورې غاړې را اوښتي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل کې د طالبانو د وروستيو عملياتو د ډيريدو په ترڅ کې کابل ادعا کړې ده چې د پولې له پورې غاړې وسله وال کسان د هلمند ولايت ته رسيدلي دي . په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت د ولسمشر کرزي وياند کريم رحيمي ډاډ وښود چې د هلمند له گرمسير ولسوالۍ څخه به وسله وال طالبان ژر په شا کړي . دغه ولسوالي په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو نيولې ده . د ولسمشر کرزي د وياند اوونيز خبري کانفرانس له لويه سره د هلمند په وروستيو پېښو را څرخيدۀ . د هلمند د گرمسير ولسوالۍ په باب د ولسمشر کرزي د وياند نظر دا و چې افغان پوليسو په لوى لاس دغه ځاى طالبانو ته پراېښى دى . د ښاغلي رحيمي استدلال دا و چې په گرمسير ولسوالۍ کې د افغان پوليسو شميره لږ وه او په پرله پسې توگه پرې د وسله والو طالبانو توغندي توغيدل . څه موده وړاندې ولسمشر کرزي هم څو ځلي دغه يادونه وکړه چې گواکې په ليرې پرتو ولسواليو کې د افغان پوليسو شميره لږ ده او په ښو وسايلو هم نه دي سمبال شوي . ولسمشر کرزي دغه ليرې پرتې سيمې هغه وبللې چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرتې دي . د ولسمشر وياند کريم رحيمي بې له دې چې ښکاره ووايي دا يادونه کوله چې گواکې پر وسله والو کسانو ډک گاډي له پاکستان څخه هلمند ته اوښتي دي . دۀ په دې برخه کې نور جزييات ورنه کړل . د ولسمشر کرزي وياند يو وار بيا د ښاغلي کرزي هغه نظر تکرار کړ چې گواکې د ترهگرۍ اصلي ځالې له افغانستان څخه دباندې دي او نړيواله ټولنه بايد د هغو ځالو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||