BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:10 گرينويچ 2007 ,30 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هرات ځانمرگي بريد ٥ کسه ټپيان کړل

هرات
د هرات ځانمرگى بريد د کندهار - هرات پر لويه لاره د هرات ښار هوايي ډگر ته نژدې وشو
د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي د افغانستان د ملي پوځ سرتيري په نخښه کړي دي خو يوازې بريد کوونکى پکې وژل شوى او پنځه کسه نور يې ټپيان کړي دي .

دغه بريد د کندهار هرات پر لويه لاره د هرات ښار په سويل کې هوايي ډگر ته نژدې شوى دى .

افغان پوليس وايي د بريد له امله د دوى درې سرتيري ټپيان شوي او دوه کسه نور ملکي وگړي دي .

د چارواکو په وينا ظاهرآ بريد کوونکى په يوۀ کرولا ډوله موټر کې و چې د پوځيانو له يوۀ سرويس سره يې وجنگاوۀ .

دا په روان ميلادي کال کې اتم ځانمرگى بريد دى چې په افغانستان کې ترسره کيږي . خو په هرات کې وروسته له څو مياشتو دا لومړنى دغه ډول بريد دى .

وړمه ورځ په افغانستان کې د متحدو ايالاتو د ځواکونو نوي قومندان ويلي و چې د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې دوى د لا ډيرو ځانمرگو بريدونو امکان ويني .

د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې نژدې ١٤٠ ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې وشول چې د قربانيانو ډيره شميره يې د ملکي وگړو وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت