|
اسماعيل خان : د هرات د پېښو پړۀ کسان به ومومم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسمشر کرزي له خوا هرات ته د لېږل شوي پلاوي مشر او د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان نن ( د سلواغې ٢١ د فبروري ١٠ ) هغه وخت مظاهره کوونکي خپارۀ کړل چې واټونو ته ورووت او ويې ويل چې د پرونيو پېښو عاملين به معلوم کړي . نن سهار په هرات کې کراري وه خو له ځايي وخت سره سم د ماپښين په دوه بجې په سلگونو مظاهره کوونکي د ښار په زړۀ او د والي دفتر ته نژدې ټول شول . مظاهره کوونکو د ځايي مسوولينو د ليرې کولو او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه لرله چې د دوى په وينا په پرونيو پېښو کې ښکېل وو . اسماعيل خان له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې په پرونيو پېښو کې پنځه کسان نۀ بلکه څلور وژل شوي دي او ١٥٥ پکې ټپيان شوي دي . په نننيو مظاهرو کې د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو کې پنځه کسه ټپيان شوو . په هرات کې د روغتون چارواکو بي بي سي ته وويل چې د پرونيو پېښو ډير ټپي شوي کسان نن د درملنې په هيله ورغلي وو . په يوۀ خبري کانفرانس کې تيره شپه اسماعيل خان وويل چې دوى پلټنې کوي او لا معلومه نه ده چې په دغو خونړيو پېښو کې د چا لاس و . ښاغلي اسماعيل خان وويل په دغو پېښو کې د هيڅ شي امکان نه ردوي . د يوې پوښتنې په ځواب کې دۀ د گاونډيو هيوادونو لاس هم ممکن وبالۀ خو نور جزييات يې ورنه کړل . له کابله ورغلي د ملي پوځ په سلگونو سرتيري او ځايي امنيتي ځواکونه په واټونو گزمه کوي . تيره شپه د ماښام له ٨ بجو وروسته په هرات ښار کې گرځبنديز و . | ورسره تړلي نور خبرونه اسماعيل خان : په پېښو کې د گاونډيو لاس ممکن دى10 فبروري, 2006 | خبرونه په هرات کې بيا مظاهرې وشوې10 فبروري, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزي هرات ته لوړ پوړى پلاوى ولېږۀ09 فبروري, 2006 | خبرونه د عاشورا په نښتو کې د هرات ٥ کسان وژل شوي09 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||