BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:19 گرينويچ 2006 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر کرزي هرات ته لوړ پوړى پلاوى ولېږۀ
کرزى
ولسمشر کرزي د اوبو او برېښنا د وزير په مشرتابۀ يو لوړ پوړى پلاوى هرات ته وليږۀ
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هرات په ولايت کې د شعيه او سني مسلمانانو تر منځ د شويو نښتو د کرارولو په نيت يو لوړ پوړى پلاوى هغۀ ولايت ته ليږلى دى .

په دغه پلاوي کې چې مشري يې د اوبو او برېښنات وزير او د هرات پخوانى والي اسماعيل خان کوي نن ( د سلواغې ٢٠ د فبروري ٩ ) له کابله هرات ته خوځيدلى دى .

په پلاوى کې د ولسمشر کرزي دوه سلاکاران ښاغلى مهدي او ښاغلى سباون او د ولسي جرگې درې غړي هم شامل دي .

د ولسمشرۍ د دفتر يوۀ وياند بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دغه پلاوى به په هرات کې د وضعې حالت څيړي او هڅه به کوي چې د کرارۍ په راوستلو کې مرسته وکړي .

نن سهار په هرات کې د نښتو له امله ٥ کسان وژل شوي او ٣٠ تنه نور پکې ټپيان شوي دي .

امنيتي ځواکونه د هغه اخ وډب د کرارولو لپاره ورغلي وو چې د شيعيه گانو او نورو مسلمانانو ترمنځ د بېځايه شويو خلکو په يوه کمپ کې رامنځ ته شو.

نښتې په هرات ولايت کې ظاهرا" د عاشورا د يادونې پر مهال رامنځ ته شوې چې گڼ کسان پکې ټپيان شوي دي.

هرات د سنيانو ترڅنگ، گڼ شيعيه اوسېدونکي هم لري.

همدا راز د افغانستان په نورو ښارونو کې د عاشورا مراسم د کلکو امنيتي تدبيرونو په منځ کې روان دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت