|
نړيوال شرکت د امنيت په شرط د هرات-فراه سړک جوړوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوه هندي او يوه امريکايي شرکت په گډه د افغانستان په لوېديځ کې د يوه سيمه ييز سړک د جوړولو او پخولو هوډ کړى دى. دغه شرکتونه وايي چې په دوو مياشتو کې به له هرات نه تر فراه رود پورې د ٢٠٠کيلومترو په اوږدوالي سړک د جوړولو کار پيل کړي. خو دوى پر افغان چارواکو غږ کړى دى چې ددغې طرحې د عملي کولو لپاره له امنيتي پلوه خوندي شرايط چمتو کړي. څه موده وړاندى د هند يو کارکوونکى د نيمروز په ولايت کې د طالب اورپکو له خوا وتښتول شو او ورپسې ووژل شو . هغۀ هم په يوۀ سړک باندې کار کاوۀ . د افغانستان د روان امنيتي حالت په اړه په دې وروستيو کې ډول ډول ارزونې کېږي. يوې لوېديځې ورځپاڼې خو آن گواښنه کړې چې حالت لگيا دى د عراق پېښو ته ورته کېږي. خو پخپله افغان چارواکي دغه ډول ارزونې له بدبينۍ ډکې بولي. د وسله وال ځواک وزارتونو د نورو افغان ادارو په څېر تېره اوونۍ د حساب ورکونې پر مهال ډاډ ورکړ چې حالات يې په کابو کې دي. په همدې ترڅ کې د بشري کړکېچونو د څېړنې يوې نړيوالې ادارې پر اروپا غږ کړى دى چې د بن بهير تر پايته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې بوخته پاتې شي او دغه هيواد ته خپلې مرستې جاري وساتي. د کړکېچ نړيواله ډله د افغانستان په اړه په خپل يوه نوي رپوټ کې وايي: که څه هم اروپايي ټولنه په افغانستان کې اوس هرکال تر ٢٠٠ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لگوي، خو د اغېز کچه يې ټيټه پاتې ده. ټولنه پر اروپايي اتحاديې غږ کوي چې په پرله پسې ډول ډيموکراتيکو پوړيوته د افغانستان په رسولو کې مرسته جاري وساتي. بل پلو په افغانستان کې چارواکي فکر نه کوي چې په١٠ کلونو کې هم د هيواد نيمايي برخې ته برېښنا چمتو کړى شي. د برېښنا وزير محمد اسماعيل وايي سملاسي په هيواد کې د ټولې ضروري برېښنا يوازې څلورمه برخه تولېدېږي، او د ټولې اړتيا د لېرې کولو لپاره څه له پاسه ١٠ ميليارده ډالره او تر ٢٠ کلو وخت په کار دى. خو وزير ډاډ څرگند کړ چې د برېښنا د لږوالي ستونزه به سملاسي له گاونډيو هيوادو نه د برېښنا په واردولو او د حرارتي ماشينونو په درولو، په تېره بيا په کابل کې غوڅه شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||