BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:25 گرينويچ 2006 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د عاشورا په نښتو کې د هرات ٥ کسان وژل شوي
هرات
د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې د نښتو له امله ٥ کسان وژل شوي او ٣٠ تنه نور پکې ټپيان شوي دي .

امنيتي ځواکونه د هغه اخ وډب د کرارولو لپاره ورغلي وو چې د شيعيه گانو او نورو مسلمانانو ترمنځ د بېځايه شويو خلکو په يوه کمپ کې رامنځ ته شو.

نښتې په هرات ولايت کې ظاهرا" د عاشورا د يادونې پر مهال رامنځ ته شوې چې گڼ کسان پکې ټپيان شوي دي.

هرات د سنيانو ترڅنگ، گڼ شيعيه اوسېدونکي هم لري.

همدا راز د افغانستان په نورو ښارونو کې د عاشورا مراسم د کلکو امنيتي تدبيرونو په منځ کې روان دي.

حکومتي جگپوړي چارواکي د کابل ښار د بېلابېلو برخو، تکيه خانو او جوماتونو ته ورغلي چې د خلکو په وير کې گډون وکړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت