|
طالبان او القاعده د هرات په چاودنو کې لاس نه لري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تيره شپه د افغانستان په لويديځ کې د هرات ښار استوگنو د دوو نورو چاودنو غږ واوريد . د پوليسو په وينا په دغو چاودنو کې هيڅ ډول مرگ ژوبله يا مالي تاوان نه دى اوښتى . د هرات پوليسو نن ( د مرغومي ٢١ د جنوري ١١ ) وويل چې دا چاودنې د طالبانو يا د القاعدې له خوا نه دي شوي . د هرات پوليسو ادعا وکړه دغه ډول چاودنې چې په تيرو پنځو مياشتو کې څو ځلي تکرار شوي د سيمه ييزو ناخوښو کسانو له خوا کيږي . پوليس د دغو (( ناخوښو )) کسانو نوم نه اخلي او له نورو جزيياتو هم ډډه کوي . دا چاودنې عمومآ د شپې له خوا په داسې ځاى کې کيږي چې ځاني او مالي زيان نه لري خو غږ يې خورا لوړ وي . څو مياشتې وړاندې د هرات والي سيد حسين انوري له دې ته ورته چاودنو وروسته ويلي وو چې دا کار د دۀ په وينا د افغانستان د اصلي دښمنانو کار نه دى بلکه د هغو سيمه ييزو ناراضيانو عمل دى چې د هرات په ولايت کې له اداري جوړښته ناخوښه دي . ښاغلي انوري هم له نورو جزيياتو ډډه کړې وه . د طالبانو له نسکوريدو راهيسته ښاغلى انوري په هرات کې دريم کس دى چې د والي په توگه دنده ترسره کوي . لومړى قومندان اسماعيل خان و چې ملاتړو يې د طالبانو له وتلو وروسته د هرات ښار ونيوۀ . ښاغلى اسماعيل خان د ولسمشر حامد کرزي له خوا کابل ته وبلل شو او پر ځاى يې سيد محمد خيرخواه د والي په توگه وټاکل شو . د ښاغلي خيرخواه له ټاکلو سره په هرات ولايت کې اداري جوړښت تر ډيره بدل شو . د دغه ولايت ډير لوړ پوړي چارواکي نوي شول . تير کال د اوسني والي سيد حسين انوري له راتگ سره هم ځينې بدلونونه وليدل شول . د هرات په ښار کې ځينې کسان په ځايي اداره کې پر بدلونونو ناخوښه دي خو عام وگړي بيا تر ډيره د دې عمل هرکلى کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان پارلماني ټاکني- هرات كې د رايه اچونې بهير09 اکتوبر, 2005 | خبرونه د هرات په ولايت کې د انتخاباتو لپاره منډې ترړې02 سپتمبر, 2005 | خبرونه د هرات د چورلکې د لوېدو په پېښه کې يو شمېر پوځيان ووژل شوي16 اگست, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||