BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:03 گرينويچ 2005 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هرات ښار به په يوۀ کال کې لا پراخ شي
هرات
د هرات ښاروال وايي دغه ښار به په يوۀ کال کې خورا ډير غټ شي .
د افغانستان د هرات په ښار کې ښوونکي ، پخواني مجاهدين او ځينو نور هغه کسان چې د دولت له لورې ورته د کور جوړولو مځکې ورکړل شوي غوښتنه کوي چې نړيوالې مرستندويې ټولنې او يا افغان دولت بايد ورسره په کور جوړولو کې مرسته وکړي .

تر اوسه پورې په هرات ښار کې ٨٠٠٠ نمرې مځکې په اړينو خلکو وېشل شوې دي .

خو د مځکو ترلاسه کوونکي شکايت لري چې د کور جوړولو توان يې نه لري .

د هرات ښاروال رفيق مجددي وايي دوى په دغو سيمو کې د څښاک اوبه او سړکونه جوړ کړي اوس په خلکو پورې ده چې خپل کورونه جوړ کړي .

رفيق مجددي بي بي سي ته وويل دوى د ولسمشر حامد کرزي يو فرمان لري چې ترمخه به يې په هرات کې بيلا بيلو وړو مېنو کې ٤٥ زره نمرې مځکې په بې کوره خلکو وېشل کيږي .

هرات د افغانستان يو له هغو ښارونو څخه دى چې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته پکې ډير کار شوى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت