BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:16 گرينويچ 2005 ,07 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هرات د ايران له خراسان سره اقتصادي تړون لاسليک کړ
هرات
تړون د هرات په ښار کې لاسليک شو
د افغانستان د لويديځ ولايت هرات والي سيد حسين انوري نن ( د لنيدۍ ١٦ د دسمبر ٧ ) د ايران د خراسان ولايت له والي محمدى زاده سره يو تړون لاسليک کړ چې د ايراني تلويزيون ترمخه د دغو دواړو سيمو ترمنځ د اقتصاد ، امنيت او کلتوري چارو په برخه کې د همکارۍ يادونه کوي

ايراني غاړې د يوۀ سرحدي سوداگريز بازار او په هرات ښار کې د ايراني توکو لپاره د يوۀ مرکز د جوړولو وړانديز کړى دى .

د ايران د مشهد تلويزيون په خپل رپورټ کې دا هم وايي چې دواړو غاړو د لوبو په ډگر کې د فعاليتونو د ډيرولو او د افغانستان د معدنونو په چارو کې د همکارۍ خبره کړې ده .

د افغانستان د هرات او د ايران د خراسان ولايتونو واليانو د هرات والي په دفتر کې د ليدو پر وخت د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراخولو غوښتنه هم وکړه .

سم لاسي له افغان غاړې په دې باب څه نه دي ويل شوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت